د بدخشان ولایت روغتیايي مسوولان وايي، د تېرو درې میاشتو پر مهال پهدې ولایت کې شري ناروغۍ ۱۱۳ ماشومان مړه کړي دي.
دوی زیاتوي، پهدې مهال کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۳۴۰۰ کسان پهدې ناروغۍ اخته شوې دي.
د بدخشان د عامې روغتیا مرستیال قاري نذیر احمد نزار وايي: «موږ ۱۱۳ کسان تلفات درلودل. دا تلفاتو تر ډېره په کوفاب، نسي، یفتل بالا او پایین او مرکز پای کې وو.»
ورته مهال، روغتیا پالان وايي، د پوزې بهېدل، بېاشتهايي، شدیده تبه، ټوخی او د پوست خارښت د دې ناروغۍ سترې نښې نښانې دي.
د روغتون د ډاکترانو مشر شفیق همدرد وايي: «ډېری ناروغان چې روغتون ته راځي یا شدید ټوخی او یا شدید اسهالات لري چې موږ دوی بستروو.»
د سرخکان ناروغۍ د بدخشان خلک سخت اندېښمن کړې دي.
د بدخشان اوسېدونکی محبالله سادات زیاتوي: «موږ له سیمهییز حکومت او د روغتیا نړیوال سازمانه غواړو چې د دې ناروغۍ په اړه یو جدي پرېکړه وکړي، څو له پراخېدو یې مخنوی وشي.»
له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د سرخکان ډېرېدو سره د مېلیونونو ماشومانو روغتیا ته ګواښ پېښوي او دوی له شدیدي خوارځواکۍ سره مخامخوي.
په دې اړه مو اندونه