Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: د کووېډ ۱۹ناروغانو لپاره هر ولایت کې یو روغتون لرو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې د کووېډ نولس د ناروغانو د درملنې د ۳۸ روغتونو له منځه یوازې ۴ روغتونونه یې تړل شوي دي.
 
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، یو شمېر هغه روغتونونه چې تر دې وړاندې د کووېډ نولس ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي شوي وو، دمګړۍ د نورو ساري ناروغیو د درملنې لپاره ځانګړي شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:«ځينې روغتونونه د اړتیا په پار د کووېډ نولس ناروغۍ دپه درملنې بدل شوي وو، خو اوس اړتیا نه ده چې د کووېډ نولس برخه له هغې استفاده وکړي، د بلګې په توګه د علي جناح له روغتونه د ساري ناروغیو لپاره استفاده کېده اوس چې د کووېډ لپاره نه کارول کېږي، بېرته د هماغو ساري ناروغیو لپاره ځانګړی شوی دی.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا دمګړۍ په کابل کې د کوویډ نولس ناورغۍ د درملنې یوازې یو روغتون فعال دی.

ورته مهال د افغان جاپان روغتون (په پلازمېنه کې د کووېډ نولس ناروغۍ یوازینۍ مرکز) مسوولان پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له زیاتوالي خبره کوي او وايي چې په غوايي میاشت کې څه باندې زر ته په کووېډ نولس اخته شوي دي.

په غوايي میاشت کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو شمېر چې د افغان جاپان روغتون له خوا وړاندې شوی په دې ډول دی:

مراجعه کوونکي: ۱۸۷۴ تنه

بستر شوي: ۱۱۲ تنه 

روغ شوي: ۶۷ تنه

مړه شوي: ۲۹ تنه

د افغان جاپان روغتون رییس زلمی رښتین وايي:«فعلاً د افغان جاپن روغتون کې، د کووېډ نولس ۶۵ تنه بستر دي او دا په دې معنا ده چې د کووېډ نولس ناروغان بیا زیات شوي دي او د ورځې درې تر څلور ناروغان بستر کوو.»

د افغان جاپان روغتون د ICU څانګې ډاکټر نور علي هم ځرګندوي:«په دې وروستیو کې د کورونا ناروغان زیات شوي دي.»

له دې سره سره عامې روغتیا وزارت وایي ، په جون میاشت کې به د کرونا واکیسن کمپاین پیل کړي او په وینا یې په دې کمپاین کې به ۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسان واکسین شي.

عامې روغتیا وزارت وایي چې په هر ولایت کې د کوویډ نولس ناروغۍ د درملنې لپاره یوازې یو روغتون فعال دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه