لاهور پوهنتون په افغانستان کې د پاکستان لهخوا جوړ شویو روغتونونو سره مالي او تخنیکي مرستې کوي.
په کابل کې د پاکستان سفير وایي، د کابل د علي جناح روغتون او د لاهور پوهنتون تر منځ يو هوکړهليک لاسليک شو چې له مخې به یې د هرې مياشتې په پاى کې یاد روغتون ته د لاهور پوهنتون له لوري طبي وسايل او نورو د اړتياوو توکي برابرېږي.
ورته مهال د پاکستان د لاهور پوهنتون یو پلاوی په افغانستان کې د پاکستان لهخوا جوړو شویو روغتونونو سره د مرستې په موخه کابل ته راغلی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د پاکستان لاهور پوهنتون ژمنه کړې چې د دې روغتون د کارکوونکو تنخواوې ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي: «ښايي له شپږو میاشتو نیولې تر یو کال پورې یا اوږد مهاله د لاهور پوهنتون د کارکوونکو تنخواوې ورکړي.»
په دې هوکړهلیک کې د روغتیايي وسایلو مرسته او د ډاکټرانو روزنه شامله ده.
د پاکستان سفیر وايي، د هرې میاشتې وروستیو کې به د دې روغتون طبي وسایل او نورې اړتیاوې د لاهور پوهنتون لهخوا برابرې شي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي: «د دې مراسمو بنسټیزه موخه له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کابل کې د علي جناح روغتون د طبي اسانتیاو، روزنې او په ټوله کې د همکاریو رامنځته کولو لپاره د علي جناح روغتون او لاهور پوهنتون تر منځ د یو هوکړهلیک لاسلیکول دي.»
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې کیږي د علي جناح روغتون کارکوونکو خپلې تنخواې نهدي تر لاسه کړي.
د محمد علي جناح روغتون کارکوونکی عبدالغفور وايي: «درې میاشتې پاتې دی وايي، معاشونه مو درکوو، خو تر اوسه مالومه نهده چې څه وخت به یې راکړي.»
پاکستان په کابل کې د علي جناح، لوګر کې د نایب امین الله خان او ننګرهار کې د پښتورکو د درملنې ملي روغتون جوړ کړی او تمه ده د پاکستان د لاهور پوهنتون له دغو دریو روغتونونو سره خپلې روغتیايي مرستې پیل کړي.
په دې اړه مو اندونه