Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زلزلې ځینې ټپيان د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته رالېږدول شوي

د پکتیکا او خوست ولایت د زلزلې کابو شل ټپيان کابل کې د دفاع وزارت ۴۰۰ بستریز روغتون ته رالېږدول شوي دي.

د دغه روغتون چارواکي د ټپيانو روغتیايي وضعیت د قناعت وړ ګڼي او وايي چې هغوی په نږدې ورځو کې له روغتونه به رخصت شي.

د ډاکټرانو په وینا، د دې پېښې د ډېری ټپیانو هډوکي مات شوي،بې ځایه شوي او یا یې د بدن غړي پرې شوي دي.
  
د ارتوپیډي جراح ډاکټر صمیم منګل وايي:«موږ دم ګړۍ په دغه روغتون کې ۱۴ ناروغان لرو چې له هغې ډلې ۱۳ ناروغان نرینه دي او یوه ناروغه هم مېرمن ده او په بل وارد کې بستر ده او د ۱۳ ناروغانو له ډلې د دوه ناروغانو وضعیت نازک دی چې د حوصلې کسر لري.»

د دغه روغتون مسوولان وایي، چې اوس مهال د دفاع وزارت روغتیایي ټيمونه د پېښې په ځای کې دي او د ټپیانو درملنه د ګردیز په نظامي روغتون کې کېږي.

د  سردار محمد داود خان د څلور سوه بستریز روغتون ستر درستیز محمد طاهر وايي:«د ګردیز قول اردو هلته بوخته ده او د قول اردو د ارګان رییس او مرستیال هلته بوخت دي. زموږ روغتیايي ډلې په دوه ځایونو کې بوخت دي، یوه ډله په ګیان ولسوالۍ کې او بله یې په برمل ولسوالۍ کې. د ۴۰۰ بستریز روغتون لس ډاکټران هلته تللي دي.»

اویا کلن محمد جمال په دغه روغتون کې تر ټولو سپین ږیری ټپي دی. دی چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي چې د زلزلې پر مهال د کور چت او دېوالونه پرې ورړنګ شول او ټپي شو.

د ده په وینا، په دې پېښه کې یې د کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي:«د کورنۍ نهه غړي مې، دوه لمسیان، یو وراره او د کورنۍ څو تنه نور غړي مې د زلزلې له امله مړه شوي او څو تنه نور یې ټپيان شوي دي.»
 
د ګیان بل اوسېدونکی مجیب هم د زلزلې له امله ټپي شوی دی. دی وایي، چې په ګیان کې سلګونه کسان مړه شوي. په دې پېښه کې د ده دوه زامن او یوه د تره لور مړه شوې ده.
 
هغه وویل:«د ګیان ټول کورونه ویجاړ شوي دي او لوېدلي دي. ډېری خلک په ګیان ولسوالۍ کې وژل شوي دي، په دغې ولسوالۍ کې په سلګونه تنه وژل شوي دي او ځينې هم ټپيان شوي دي.»

یوناما پرون اعلان وکړ چې په پکتيکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله ۸۰۰ تنه مړه شوي او تر زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه