Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خوست ولایت کې د څارویو وژونکې ناروغۍ خپرېدل

په خوست کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ له امله سل ګونه څاروي مړه شوي او مالدارانو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

مالداران وایي، د لوی اختر د قربانۍ په موخه د دې ولایت د څارویو ګنج ته پر دې ناروغۍ اخته څاروي له پاکستان څخه ور وړل شوي دي.

دا ناروغۍ وژونکې ده او ډاکټران وايي، د ناروغه څاروي خوښې خوړل انسان ته هم زیان رسولی شي.

د څارویو ساتونکی نظرمحمد وايي: «زه په فارم کې شاوخوا اویا یا اتیا څاروي ساتم او د دې ناروغۍ له کبله یې لس یا یوولس مړه شوي دي.»

د څارویو ساتونکی احمد خان وايي: «له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې دې ناروغۍ ته درملنه پیدا کړي، ځکه د څارویو وضعیت ډېر خراب دی.»

وترنران د څارویو دا ناروغي د  لمپي سکېن په نوم یادوي او په خبره یې که څه هم واکسین لري، خو د وقایې او درملنې په برخه کې تراوسه ګټور نه‌دي تمام شوي.

ویترنر  احسان الله همت وايي: «دې ناروغۍ ته لمپي سکېن وايي او ګواښوونکې او ساري ده او په ټول خوست کې خپره شوې ده، ځانګړې درملنه نه‌لري، یوازې واکسین لري، خو هغې هم تر دې مهاله څه پایله نه‌ده ورکړې.»

بل‌خوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، دا ناروغي له ګاونډي هېواد پاکستانه رالېږدول شوې او په کم وخت کې ترې د څارویو درملنه ناشونې ده.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني وايي: «دا ناروغۍ له پاکستانه راغلې ده، واکسین ورته ورکول کېږي، دا واکسین ځانګړی وخت لري او په پنځلسو ورځو کې انټي باډي تولیدوي.»

د ويترنرانو  په خبره د څارویو نه خوراک، تبه او پر پوستکو د دانو پيدا کېدل د یادې ناروغۍ نښې دي چې د مچانو، مچیو او نورو حشراتو له لارې څارویو ته لېږدول کېږي.

دوی که له یوې خوا اړوند واکسین ګټور نه بولي، خو د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د مالګې پر محلول د څارویو مینځل په اوس وخت کې تر ټولو غوره حل لاره بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه