Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې په شدیدې نس ناستي د اخته کېدو پېښې ډېرې شوي

په کابل کې د انتاني روغتون ډاکټران وايي، په هېواد کې د هوا له ګرمېدو او په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له راوتلو سره سم، د شدیدې نس ناستي یا اسهالاتو ناروغان ډېر شوي دي.

دوی د دې ناروغۍ د ډېرېدو لامل اوبو او صحي خوړو ته د خلکو نه لاس‌رسی بولي او زیاتوي چې هره ورځ له سلو ډېر ناروغان دې روغتون ته ور وکړل کېږي.

په کابل کې د انتاني روغتون متخصص روزونکي فریدالله عمري وايي: «هره ورځ له سلو تر یو سلو دېرشو پورې په نس ناستې ناروغۍ اخته کسان زموږ روغتون ته راوړل کېږي. د خدای په فضل د دوی درملنه کېږي، خو په‌ دوی کې نارینه او ښځینه هم شاملې دي چې ورځ تر بلې یې شمېر په ډېرېدو دی.»

د دې روغتون ډاکټرانې د نس ناستي د ناروغانو له ډېرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره له عامې روغتیا وزارته غواړي چې له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي.

د انتاني روغتون د ښځو د څانګې مشرې فريده قادري وايي: «د عرفې ورځ ۲۰ پېښې، د اختر په لومړي ورځ ٢٨ پېښې، د اختر په دویمه ورځ ٣٥ پيښې او د اختر په درېيمه ورځ ٣٧ د نس ناستې پېښې ثبت شوي دي او نن چې د ورځې نیمایي تېریږي تر دې دمه شل پېښې ثبت شوي دي.»

ورته مهال یو شمېر هغه ناروغان چې دې روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، د دې ناروغې د ډېرېدو اصلي لامل اقتصادي ستونزې ګڼي.

یو ناروغ عبدالبصیر وايي: «له اختر یوه ورځ وړاندې مې یو ګیلاس د ګني اوبه وڅښلې، سبا ته راته نس ناسته پیدا شوه، بیا مې دارو واخیستل، خو ګټه یې و نه‌کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې په هلمند ولایت کې د کولرا له امله تر ۱۵ ډېر کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «په هلمند او کندهار کې چې کومه پېښه رامنځ‌ته شوې وه، موږ له سلو څخه پورته داسې ناروغان درلودل چې هغوی په شدید اسهالاتو باندې اخته و.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه