Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د ساري او موسمي ناروغیو زیاتوالی

ډاکټران وايي چې په وروستیو اوونیو کې هېواد کې په ساري او موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

د ډاکټرانو له نظره، د هوا ګرمېدل او کسیز روغتیايي حالت ته نه پاملرنه د موسمي ناروغیو د زیاتېدو له لاملونو څخه دي چې ډېری کسان د کولرا، زکام، ملاریا، سرخکان او محرقه یا وچکۍ ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکټر عبدالرحمان جواد په دې هکله وویل:«د اړو په دغه فصل کې د اسهالاتو پېښې زیاتې شوې دي. د ورځې په ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ناروغان روغتون ته راځي او هر ډاکټر کابو ۵۰ تر ۶۰ ناروغان ویني.»

د انتاني ناروغیو متخصص ټرېنر محمد نعیم اکبري طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې شوې دي چې د کال په موسم پورې تړاو لري؛ لکه ملاریا، اسهلالات او وچکۍ.»

بلخوا ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک باید خپلې کسیزې روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي. 

ډاکټره عالیه وايي:«له ډنډو اوبو، هغه اوبه چې غیر صحي دي، استفاده نه کړي او ترکاري په اوبو ومنځي او پنځه دقیقې یې په مالګینو اوبو کې پرېږدي.» 

ډېری ناروغان چې د درملنې لپاره د اندراګاني روغتون ته راوړل شوي دي، هغه ماشومان دي چې ډېری یې په زکام اخته شوي دي.

د ناروغ ماشوم مور زحل وايي:«څو ورځې کېږي چې سینه یې نیولې ده ریزش او زکام دی.»

د ناروغ ماشوم مور ګل مهره هم څرګندوي:«زما ماشوم دوه میاشتنی دی، سونی یې درد کاوه، معده یې خوږېده، ډاکټر ته مې راوست چې ورته نسخه او درمل واخلم.»

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستۍ یوې میاشت کې د هېواد په تېره بیا د پلازمېنې هوا ګرمه شوې ده، چې دا په خپله د ناروغیو د زیاتېدو یو لامل بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه