Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې کورنۍ ادعا: نوی زېږېدلی ماشوم مو د ډاکټرانو بې غور له امله زیانمن شوی

کابل کې یوه کورنۍ ادعا لري چې نوی زېږدلی ماشوم یې د رابعې بلخې په زېږنتون کې د زېږون پر مهال د ډاکټرانو د بې غورۍ له امله زیانمن شوی دی.

دغه ماشوم چې عثمان نومېږي او درې میاشتې کېږي چې پېښې یې په کچ کې دي او له درده کړېږي.

د عثمان مور وايي:«ما درې وارې چیغې ووهلې چې راشئ دغه ستونزه ده؛ څوک رانه غلل او کله چې ماشوم نړۍ ته راغلی په ځمکه ولوېد او یوه چغه یې وکړه وروسته ماشوم یې چې پورته کړ شین اوښتی و.»

دغه کورنۍ چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ده، د دغه زېږنتون له مسوولانو غواړي چې د دغه ماشوم په درملنه کې ورسره همکاري وکړي.

د عثمان مور زیاتوي:«درملنه دې وکړي چې ښه شي؛ د ماشوم لویول اسانه خبر نه ده که چېرې د دغه ماشوم راتلوونکی خراب شي زه څه وکړم؟»

خو د رابعه بلخي روغتون مسوولان دغه ادعا ردوي.
              
د رابعه بلخي روغتون رییسه ذکیه عزیز څرګندوي:«تر کومه ځایه چې موږ څېړنه وکړه، دې ولادي ستونزه لرله یعنې کله یې چې زېږون وکړ همدا ستونزه یې لرله چې د هغه لاس او پېښې کږې وې.»

اوس مهال په کابل کې د نسایي ولادي شپږ روغتونونه فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه