Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر هېوادوال له هغو ډاکټرانو شکایت کوي چې نسخې یې د لوستلو وړ نه‌دي

په کابل ښار کې یو شمیر ناروغان له هغو ډاکټرانو شکایت کوي چې رمزي یا داسې نسخې لیکي چې د لوستلو وړ نه‌دي.

د پلازمېنې یو شمېر درمل پلورونکي وايي، هره ورځ له داسې نسخو سره مخ کېږي چې د درملو نوم نه‌شي تشخیصولای.

دوی زیاتوي، د ډاکټرانو دا کار لامل شوی څو خپل درمل د ډاکټرانو له‌خوا له مشخص شویو درملتونونو په لوړه بیه تر لاسه کړي.

درمل پلورونکی نور رحمن وايي: «د بېلګې په ډول TG او یا TP لیکي او چې هر ځای ته ورشئ هېڅ درمل پلورونکی یې نسخه اجرا کولای نه‌شي، له هغه روغتون او ډاکټر پرته چې دوی ورسره اړیکه لري.»

یو بل درمل پلورونکی طارق سادات وايي: «ځینې کارخونې ډاکټرانو ته پیسې ورکوي او د ځینو ډاکټرانو خپل درملتونونه وي.»

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر ناروغ لرونکي وایي، یو شمېر ډاکتران رمزي او نه لوستل کېدونکې نسخې لیکي او دوی یې یوازې له هغو درملتونونو تر لاسه کولای شي چې د هغه ډاکتر کتنځي ته نږدې وي.

یو ناروغ لرونکی فراموز نظري وايي: «نورو درملتونونو ته چې ځو، نسخه ورته وړاندې کوو، هغوی د نسخې خط نه‌شي لوستلای او اړ کېږې چې بالاخره بېرته همدې درملتون ته راشې چې دوی درته پته لیکلې وي.»

یو بل ناروغ لرونکی یار محمد وايي: «ډاکټر صاحب چې نسخه لیکي، د هغه له ځانګړي درملتون او له ډاکټر پرته بل څوک پرې نه‌شي پوهېدلای.»

له بلې خوا، د افغانستان طبي شورا وايي، له هغو ډاکترانو سره به قانوني چلند وشي چې دا ډول نسخې لیکي.

د افغانستان طبي شورا د مسلکي او اخلاقي طبي سټنډرډونو د وړاندې کولو څانګې امر احمد شاه شکوهمند وايي: «د قانون له مخې طبي شورا صلاحیت لري چې د قانون له مخې ډاکټر مجازات کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه