Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو په وارداتو کې د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره هڅې

د خوړو او درملو ملي اداره وايي چې د درملو د قانون د تعدیل طرحه له ریاست الوزرا سره شریکه شوې ده که چېرې دغه طرحه تایید شي، د درملو د وارداتو په برخه کې به اسانتیا رامنځته شي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې مسوولینو د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د خپلې ادارې یو کلن راپور وړاندې کړ.

د دغې ادارې رییس عبدالباري عمر له پانګوالو غواړي چې په هېواد کې د درملو د تولیداتو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

ښاغلي عمر وویل:«په دغه قانون کې داسې ټکي او قوانین دي چې د هغه عملي کول په دغه وخت کې هېڅ امکان نه لري، یوه کمېته مو جوړه کړې او قانون زموږ له خوا وروستی شوی دی.»

دغه اداره زیاتوي، د دغې ادارې عواید ۳۳ اعشاریه ۹ مېلیونه افغانیو ته رسېدلي دي. هغه همداراز هېواد ته د درملو د وارداتو له کمښته خبر ورکړ.

عبدالباري عمر څرګنده کړه:«د شپږنیم سوه مېلیون ډالرو په اندازه پروفورمې مو سوداګرو ته ورکړي دي، یعنې په همدې اندازه درمل افغانستان ته راوړي او موږ ویلای شو چې تراوسه د څلورو یا څلور نیمو میاشتو په لړ کې افغانستان ته مو ۶۰ مېلیون ډالرو درملو وارد کړي چې دا یو ډېر کمه اندازه ده.»

عبدالباري عمر زیاتوي، دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ ډوله درمل تولیديږي او همداراز له پانګوالو غواړو چې، په دې برخه کې پانګونې وکړي.

ډاکټر عبدالله احمدي په دې هکله وايي:«دننه په افغانستان کې د درملو د تولید خبر چې کابو ۳۰۰ قلمو ته رسېږي، د افغانستان د خلکو لپاره ښه او هیله بښوونکی خبر دی. له تېرې تجربې چې په افغانستان کې مې لرلې ده د افغانستان د درملو کیفیت په ځلونو د جعلي درملو له کیفیته ښه وو چې د سیمې له هېوادونو افغانستان ته رسېدل.»

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، تر اوسه نږدې ۱۷ زره او ۲۹۰ وارې د درملو ازمېښت شوی او ځينې هغه درمل چې، په مجاز نوملړ کې شامل نه دي؛ خو اړتیاو ته په کتو د واردولو اجازه ورکړ شوې ده.

د خوړو او درملو د ملي ادارې رییس عبدالباري عمر له پانګوالو غواړي چې په هېواد کې د درملو د تولیداتو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه