Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستۍ یوې میاشت کې پر کورونا د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی

د افغان جاپان روغتون مسولان وايي چې په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې له شپږ زرو زیات کسان په کورونا اخته شوي چې له امله یې ۳۰ ته مړه شوي دي.

چارواکي په یوه ورځ کې د شمېر له وړاندې کولو سره وايي چې په تېره یوه ورځ کې له ۲۸ ورغلو ناروغانو نه د اتلسو د معایناتو پایله مثبته ختلې ده.
 
د افغان- جاپان روغتون رییس  زلمی رښتین وویل:«د ناروغانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. تېره ورځ کابو ۲۸ معاینات لرل چې په منځ کې یې ۱۸ پېښې مثبتې وې یعنې په تېره میاشت کې مو ۶۰ ناروغان لرل خو اوس له ۷۰ څخه زیات بستري ناروغان لرو.»

ډاکټر عباد الله عباد هم وايي:«له ۹۰۲ تنو له ډلې د ۳۰۰ تنو یې پېښې مثبتې وې د دوی ۱۰۴ تنه یې په ICU بستر شول.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت د کووېډ نولس ناروغانو زیاتېدو پخلی کوي او له هېوادوالو غواړي چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتې جدي وګڼي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل څرګنده کړه:«د عامې روغتی اوزارت د پوهاوي بهیر هم اوس جریان لري او هڅه کوو چې خلکو ته پوهاوی ورکړو او له خلکو هم زموږ غوښتنه دا ده هغه سپارښتنې چې د دغه وزارت له خوا ویل شوي مراعات کړي.»

د هېواد د عامې روغتیا وزارت له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې ۶۶۰۰ تنه او په تېره یوه اوونۍ کې ۱۷۵۳ تنه پر کورونا وېروس اخته شوي، ۴۴۳۷ تنه بېرته روغ شوي او ۳۰ تنه هم مړه شوي دي.

یو شمېر هېوادوال هم له عامې روغتیا وزارت نه غواړي،چې د دغې ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي پروګراونه زیات کړي.
 
د کابل اوسېدونکی زبیر وايي:«خلکو ته دې ډېر پوهاوی ورکړي چې خلک پوه شي او خپل ناروغان په کورونو کې قرنطین کړي یا یې په روغتون کې بستر کړي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان هم په ټولنیزو شبکو کې د کورونا ویروس د مخنیوي په تړاو یو کمپاین پېل کړی دی.

بل پلو هند له اندراګاندي روغتون سره د کورونا ویروس د ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه