Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر په کم‌ساري ډول ډېر شوی

په کابل کې د رواني روغتیا روغتون مسوولان وايي، هره ورځ له سلو ډېر کسان د رواني ناروغیو له امله دې روغتون د درملنې لپاره ورځي.

د دې روغتون د ډاکټرانو په وینا، د دغو ناروغانو ډېری یې ځوانان دي.

یو ډاکټر محمد شفیع عظیم په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «شاوخوا ۱۰۰ یا ۱۵۰ کسان مراجعه کوي چې ځینې وخت د ښځو او ځینې وخت د نارینه‌وو شمېر ډېر وي.»

دوه ویشت کلنه انیسه چې درې میاشتې یې له کوژدې تېرېږي، کورنۍ یې وايي، دوه میاشتې کېږي چې هغه خبرې نه کوي او کابل ته د درملنې لپاره راوړل شوې ده.

د انیسې مور رحیمه وايي: «د کوژدې له مراسمو یې درې میاشتې تېرېږي، پاسپورټونه بند شول، څو ورځې یې وژړل او سلګۍ یې ووهلې او له ډېر خفګانه ورته دغه ډول ستونزه پیدا شوه.»

د انیسې کوژدن په یوه اروپايي هېواد کې دی.

بل‌خوا ۲۴ کلن عبدالواحد چې د غاښونو پوهنځي زده‌کړیال دی، د تېرو اوو ورځو راهیسي د رواني ناروغۍ روغتون ته مراجعه کوي.

عبدالواحد وايي: «له سهاره تر ماښامه مې ژړل او زړه مې تنګېده، پښې مې سستېدلې، نږدې و چې سر مې وچوي او حالت مې ډېر خراب و.»

ورته مهال، یو شمېر ناروغ لرونکي د دې روغتون له امکاناتو سر ټکوي.

د یوه ناروغ پلار سید مجتبی وايي: «ناروغ مې ډېر په تکلیف دی، پایواز یې هم په تکلیف دی، اوبه او ډوډۍ ورته نه‌شته.»

د یوه بل ناروغ ورور خان اقا وايي: «اقتصاد یې ډېر کمزوری دی او نه کولای چې اوږدې مودې لپاره یې درملنه وکړي.»

له دې سره سم، د عامې روغتیا مسوولان وايي، په روغتونو کې د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې په ټول هېوادې کې ۲۰۰ زره کسان د رواني ناروغۍ د درملنې په موخه روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «زموږ په لاس کې چې کومې شمېرې دي، په تېره یوه میاشت کې ۲۰۰ زره کسانو کلینونو او OPD ته مراجعه کړې ده.»

یو شمېر روغتیا پالان اقتصادي ستونزې، بې‌روزګاري او له زده‌کړو د ځوانانو لرې والي په دوی کې د رواني ناروغۍ اصلي لاملونه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه