Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ساري ناروغیو خپرېدو د مخنیوي په موخه د څلورو هېوادونو هوکړه

عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د روغتیا نړیوال سازمان په همغږۍ د ساري ناروغیو خپرېدو د مخنیوي لپاره سیمه‌ییز هېوادونه افغانستان، ایران، عراق او پاکستان په تهران کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست چې تازه له ایرانه هرات ولایت راستون شوی، زیاتوي چې دې هېوادونو د نړیوال روغتیايي سازمان په همغږۍ په سرحدونو کې جدي تدابیر نیسي، څو ساري ناروغۍ لکه کرونا، د څارویو پوستکي او د نورو ناروغیو د انتقال مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي: «څه ډول کولای شو چې له یوه هېواده بل ته په پولو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو مخینوي په برخه کې یوه غوره سټراټیژي جوړه کړو.»

د دغه وزارت سرپرست د هرات حوزوي روغتون څخه د لیدنې پرمهال وویل، ټاکل شوې د ایران حکومت په افغانستان کې څو روغتونونه جوړ کړي. هغه د هېواد روغتیايي نظام له ننګونو ډګ بولي او د دې ننګونو پر حل ټینګار کوي.

ښاغلی قلندر زیاتوي: «د حوزوي روغتونونو اړتیاوې او یا د ایمرجنسي اړتیاوو چې لرو، له موږ سره دې یې نوم‌لړ شریک شي، ان‌شاء الله ستونزو ته یې رسېدونه کوو.»

بل خوا یو شمېر ناروغ لرونکي د هرات په حوزوي روغتون کې د درملو او تجهیزاتو له کمښته شکایت کوي.

ناروغ لرونکی احمد وايي: «ډاکتر ته چې ورځو، راته وايي چې موږ د عکس اخیستلو وسایل نه‌لرو، لاړ شئ له شخصي یې راوړئ.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هېواد په روغتونونو کې د امکاناتو کمښت مني او وايي، له همدې امله ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي، خو ډاډ ورکوي، چې د یوې طرحې له مخې به د هېواد ګوټ ګوټ ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه