Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په سرحدونو کې د لابراتوارونو پر جوړېدو د روغتیا وزارت تينګار

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي چې افغانستان ته له نورو هېوادونو د لېږدېدونکې یا ساري ناروغۍ د مخنیوي لپاره، اړتیا ده چې د هېواد په سرحدونو کې لابراتوارونه جوړ شي. 

ښاغلی عباد په دغې غونډه کې د ایران په همکارۍ د سرطان د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه روغتون له ځانګړي کېدو هم خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه:«د سرحدونو کنټرول یعنې په افغانستان کې څومره داخلي نقطې دي، ټولې هغه سرحدي نقطې چې افغانستان ته خلک پرې باندې راځي په هغه کې موږ هغه ټوله لباتري یا هغه د کنټرول بخش، د کرنټین بخش، د واکسینېشن بخش موږ مکمل ولرو هلته متخصص کسان ولرو، حتا یو کس هم له چک پرته هېواد ته داخل نه شي.»

په هېواد کې د ایران له خوا دوه روغتونونه جوړ شوي دي او ډېر ژر به فعال شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست څرګندوي:«ایران په بامیانو او په افشارو کې دلته دوه شفاخانې جوړې کړې دي، خو متاسفانه تراوسه پورې فعاله نه دي، په دې کې مو هم سره کار وکړ چې ان شاالله د څو میاشتو په اوږدو کې به دغه شفاخانې نور د ولس خدمت ته وړاندې کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې ایران ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې د ځینو افغان ډاکټرانو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي او همدارنګه د دواړو هېوادونو یو ګډ مسلکي ډله جوړه شي چې د افغانستان روغتیايي امکانات وڅېړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه