د اندراګاندي د ماشومانو روغتیا روغتون ډاکټران په هېواد کې د شري په ناروغۍ د اخته ماشومانو له زياتوالي خبر ورکوي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، د دې ساري ناروغۍ د لازیاتې خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د هېواد په ۸۵ ولسوالیو کې د واکسین کمپاین پیل کړی او له دې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د ژمي په موسم کې هم د واکسین کمپاین تر سره کوي.
د دې روغتون یو ډاکټر محمد فهیم محمدي وايي: «هره ورځ له اته نیولې تر دولسو پورې په شري ناروغۍ اخته ماشومان بستروو، په OPD کې ناروغان ډي دي، خو ټول نه بستروو.»
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «څو ورځې وړاندې مو هم یو کمپاین پیل کړ چې په نږدې ۸۵ ولسوالیو کې مو له شري ناروغۍ د مخینوي واکسین ورته وکړ. د روغتیا وزارت په پلان کې لري چې په ژمي کې په سړو سیمو او یا هغو سیمو کې چې له واکسین پاتې دي، په کمپاین کې شامل کړي.»
د اندراګاندي د ماشومانو روغتیا روغتون کې په شري د اخته ماشوم مور ثریا وايي: « نه پوهېږم د ماشوم واکسین مې پوره شوی نه و، خو فکر کوم چې نه واکسین کول یې باعث کېږي، باید واکسین ورته ډېر وشي، د مرګ خطر ډېر دی او ماشوم ډېر کمزوری کوي.»
په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د څه باندې ۳۳ زره کسانو د ازموینې پایلې مثبتې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۲ کال کې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات دی او له جنورۍ میاشتې بیا د اګست تر ۲۲مې پورې له اوه زره ۲۳۶ آزمویل شویو بېلګو څخه درې زره او ۳۷۱ یې په شري ناروغۍ اخته دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پهدې راپور کې ویلي، د شري په وړاندې د ملي خوندیتوب کمپاین به د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
ډاکتران د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل د واکسین د نه تطبیق ترڅنګ کافي خوړو ته نه لاسرسی او د بدن ټیټ د معافیت سیستم ګڼي.
په دې اړه مو اندونه