Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د ګوزڼ جرړو د لمنځه وړلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان هڅې

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د جرړو له منځه وړلو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یو ستر کارپوه زیر ودود هیله څرګندوني چې په‌دې دواړو هېوادونو کې به د ماشومانو د فلج د ورکېدو هڅې پایلې ورکوي.

نوموړی په‌دې اړه وايي: «په افغانستان او پاکستان کې د کوزڼ د جرړو ختمولو لپاره هڅې پیل شوي، په‌دې دوه هېوادونو کې لا هم د پولیو پېښې شته او دا هڅې به پایلې ورکړي.»

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د هېواد په سویل او جنوب ختیځو ولایتونو کې درې مېلیونه هغه ماشومان چې د پولیو له واکسین پاتې شوي وو؛ واکسین شوي دي، خو لا هم په افغانستان کې ګوزڼ صفر ته نه‌دی راښکته شوی.

د ګوزڼ ضد کمپاین د روان زېږدیز کال له پیله پیل شوی و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د سویلي ولایتونو په ځینو سیمو کې دا کمپاین لږ و، خو اوس هېڅ سیمه نه‌شته چې په هغې کې کمپاین نه‌وي شوی.»

د کابل اوسېدونکی عمر فاروق وايي: «د عامې روغتیا وزارت دې واکسین برابر کړي او خلک دې هم د روغتیا وزارت له کارکوونکو سره مرسته وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د هېواد په سویل او جنوب ختیځو ولایتونو کې درې مېلیونه هغه ماشومان چې د پولیو له واکسین پاتې شوي وو.

Thumbnail

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د جرړو له منځه وړلو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یو ستر کارپوه زیر ودود هیله څرګندوني چې په‌دې دواړو هېوادونو کې به د ماشومانو د فلج د ورکېدو هڅې پایلې ورکوي.

نوموړی په‌دې اړه وايي: «په افغانستان او پاکستان کې د کوزڼ د جرړو ختمولو لپاره هڅې پیل شوي، په‌دې دوه هېوادونو کې لا هم د پولیو پېښې شته او دا هڅې به پایلې ورکړي.»

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د هېواد په سویل او جنوب ختیځو ولایتونو کې درې مېلیونه هغه ماشومان چې د پولیو له واکسین پاتې شوي وو؛ واکسین شوي دي، خو لا هم په افغانستان کې ګوزڼ صفر ته نه‌دی راښکته شوی.

د ګوزڼ ضد کمپاین د روان زېږدیز کال له پیله پیل شوی و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د سویلي ولایتونو په ځینو سیمو کې دا کمپاین لږ و، خو اوس هېڅ سیمه نه‌شته چې په هغې کې کمپاین نه‌وي شوی.»

د کابل اوسېدونکی عمر فاروق وايي: «د عامې روغتیا وزارت دې واکسین برابر کړي او خلک دې هم د روغتیا وزارت له کارکوونکو سره مرسته وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه