Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې مرکز اقتصادي ستونزې

د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز مسوولین وايي، د پراختیايي مرستو د بندېدو له امله روږدو کسانو ته د خدماتو رسولو کچه کمه شوې ده.

د دې مرکز شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په یاد مرکز کې ۵۳ روږدې ښځې او ۲۳ روږدي ماشومان تر درملنې لاندې دي.

د ښځینه معتادو د درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز د روان پوهنې عمومي مدیره مرسل احمدي وايي: «داسې ماشومان هم لرو چې له خپلو مېندو سره دي او ځینې وخت داسې ماشومان هم لرو چې له پل سوخته او سرای شمالي نه موږ ته راوړل کېږي او مور و پلار یې هم ورسره نه‌وي.»

د ښځینه معتادو د درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز رییس ښایسته حکیم زیاتوي: «زموږ مرکز مخکې له پرمختیايي پروژې سره تړاو درلوده او کارکوونکو هم له همغوی معاش اخیسته، اوس زموږ ټول خدمات چې ناروغاتو ته وړاندې کېږي، کمزوري شوي دي، د بېلګې په ډول د ترکاري او مېوې قرارداد نه‌لرو او د کور کرایې ستونزه هم شته.»

یوولس کلنه رویا چې په تریاکو روږدې شوه او له هغې وروسته یې کرستال ته مخه کړې، وايي، ، پلار او مور یې د همدې نشو له امله مړه شوي  او دوه وروڼه یې هم معتادان دي او دا یې د نشو له پرېښودو وروسته بیا ځلي نشو ته هڅولې ده.

روږدې رویا په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته زیاتوي: «نه پوهېدم چې انسان دغه ډول روږدی کېږي او نه‌شي کولای تر خلاص شي، تر څو مې غوښتل له دې ځان خلاص کړم، له تریاکو په کرېسټال روږدې شوم، تریاک مې بیخې بس کړل، خو له کرېسټال سره لاس او ګرېوان شوم.»

رویا او یو شمېر نورې معتادې ښځې په دې وروستیو کې د پلازمینې له بیلابیلو سیمو د کابل د امنیه قومندانۍ له لوري د درملنې لپاره راټولې شوې دي.

روږدې رویا وايي: «زه یې نه څښم، خو کله چې یې هغوی وهي، د هغوی په فکر کې کېږم، کله چې تر پل لاندې لاړه شم، اړ کېږم چې بیا یې وڅښم، ځان کابو کولی نه‌شم، کله چې مې ورونه په‌دې حالت کې وي، زه د څه لپاره ژوند وکړم؟»

یوه بله روږدې مژده زیاتوي: «پښتورګي مې درد کاوه، ډېره ځله ډاکټر ته ورغلم، خو ښه نه‌شوه، بیا مې د ګاونډي لور وویل، دا وڅښه ښه کېږې، کله چې مې وڅښل نور پرې اخته شوم.»

له بل لوري د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، له یوه کال راهیسې یې د کابل له بیلابیلو سیمو څه باندې ۱۰۰ معتادې ښځې راټولې کړې دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څرګندوي: «موږ په راتلونکي کې د راټولولو لپاره ډېر ښه پلانونه لرو، خلک خپلې مشورې له موږ سره شريکوي، ډېر خلک په خپله راځي او يو شمېر خلکو له موږ سره همکاري کړې.»

د ښځینه معتادو د درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز مسوولینې وايي، ډېری دغه روږدې ښځې بې سرپرسته او بې سرپناه دي. دغه مسوولین ادعا کوي چې د دې مرکز ماشومان له درملنې وروسته د روزنتونونو له لوري نه منل کېږي او همدا لامل دی چې هغوی بیا ځلي نشو ته مخه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه