Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه دولتي روغتون کې د لایزري عملیات څانګې پرانیستل کېدل

د عامې روغتیا وزارت وايي، دې وازرت په استقلال روغتون کې د لایزري عملیاتو څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د ناروغانو د ښې درملنې لپاره هڅې دوام لري.

اخوا یو شمېر ډاکټران په هېواد کې د لیزري عملیاتو د نورو مرکزونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

د دې روغتون مسوولان وایي، دغه څانګه د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده چې لګښت یې د دغه وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.

د استقلال روغتون رییس میرویس علمي وايي: «تقریباً د یو لکو ډالرو په شاوخوا کې تجهیزاتو مو ورته برابر کړل او د عملي او ځوانو کدرونو په احساساتو مو دغه څانګه د عمل ډګر ته وایستله او د افغانستان د مظلوم او شهید پروره ملت د درملنې لپاره یې دروازې پرانیستل شوې.»

د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معین  محمد اسحاق صاحب‌زاده زیاتوي: «پخوا به دغه ناروغان ګاونډیو هېوادونو او خارج ته روان وو. د یوه لیزري عملیات لپاره به خارج ته روان و، دلته به ورته زمینه نه برابرېدله.»

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر ډاکټران ګټې اخیستنې ته د دې څانګې سپارل کېدل د ځينو ناروغیو په تېره بیا د نسایي او ولادي ناروغیو د درملنې لپاره ګټور ګڼي او په دې برخه کې د نورو مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د ملالۍ روغتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي: «زما یوه هیله دا ده او په همدې لټه کې یم چې په خپل روغتون کې هره شېبه او همدا اوس هم د لاپرسکوپي برخه جوړه کړم او د همدې روزنې لپاره مې له وزارت غوښتنه هم کړې ده چې له موږ سره مرسته وکړي، څو دا څانګه په ملالۍ روغتون کې بیا فعاله کړو.»

ډاکټر  محمد کمال تڼی زیاتوي: «لاپرسکوبي دا ډول دی چې ناروغ ورسره د درد احساس نه‌کوي او تاسو ته دعا کوي او کله چې ناروغ وینې خوشالېږي او داسې فکر کوې چې جوړ او روغ دی.»

د استقلال روغتون رییس وایي، ډير ژر به په دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره، ورته څو نور مرکزونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه