Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې روغتیايي څېړنو ته د زمینې برابرولو لپاره د ډاکټرانو غوښتنه

یو شمېر ډاکټرانو او څېړونکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال په هېواد کې د طبي څېړنو د تر سره کولو لپاره د اسانتیاوو له نه‌شتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

دوی په کابل کې د فرانسه‌یانو روغتون په دولسمه علمي او څېړنیزه کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال زیاته کړه، په افغانستان کې د طبي څېړنو لپاره هېڅ بودجه په پام کې نه‌ده نیول شوې.

ډاکټره کامله یقعوبي وايي: «ټول ډاکټران دا غوښتنه لري چې موږ ته د څېړنې زمینه برابره شي او یا دې داسې زمینه برابره شي چې موږ په خپله څېړنه وکړای شو.»

د علمي او څېړنیزې کمېټې مسوول سید مرتضی زیاتوي: «ځينې څېړنیزې مقالې چې بودجې او تجهیزاتو ته اړتیا لري، له بده مرغه باید ووایم چې په‌دې برخه کې هېڅ سرچینې نه‌شته او په تېرو څو کلونو کې دولت دې برخې ته هېڅ بودجه نه‌ده ځانکړې کړې.»

د دې روغتون مسوولان د دې غونډې له جوړولو موخه په افغانستان کې د طبي څېړنو لپاره د زمینې برابرول ګڼي.

په کابل کې د فرانسه‌یانو روغتون رییس عزیز جان وايي: «څه باندې ۱۲۸ څېړنې ترسره شوي او ۴۸ یې نن دلته وړاندې کېږي. دغه ډول ډول څېړنې نه یوازې په افغانستان بلکې په کراچۍ کې په اغا خان پوهنتون، په ختیځې آفریقا کې د اغا خان په پوهنتون او په افغانستان کې د اغا خان اړوند روغتیايي مرکزونو لکه بامیان، فیض آباد او کابل کې ترسره شوې دي. په لومړیو کې مو هره څېړنه منله؛ خو اوس یوازې واقعي څېړنې منو.»

د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټېټیوټ بورډ رییس لي هیلینک وايي: «زه ډاډه یم چې په ټول افغانستان کې روغتونونه د ښو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په پار په نړۍواله کچه منل کېږي. د دغو چارو د سرته رسولو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا ده. هغه کارونه چې کېدای شي ترسره شي په دې مانا نه دي چې، تاسو باید هر څه په لوړه بیه واخلۍ او ویې لرۍ؛ ډېری دغه چارې ارادې پورې تړاو لري او دا یوازنۍ اړتیا ده.»

ډاکټر او څېړونکی روح‌الله حارث زیاتوي: «په روغتونونو کې دې زموږ د ډاکټرانو له لوري د ډاکټرانو د کچې لوړولو لپاره ځانګړې برنامې جوړې شي. زه ډاډه یم چې زموږ ډاکټر صاحبان د دې وړتیا لري چې په هره کچه دا ډول څېړنې وکړي.»

په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت په هېواد کې طبي څېړنې مهمې ګڼي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «دا زموږ په روغتیايي سکټور کې او د خدماتو په معیاري کولو باندې اساسي رول لري. کله چې په یو څه باندې څېړنه کېږي، پایله یې د راتلونکي روغتیايي پرسونل او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ډېره موثره تمامېږي.»

د فرانسه‌یانو روغتون مسوولینو د افغانستان د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې لپاره ځينې کړنلارې په پام کې نیولي او له مخې به یې په راتلونکي کې قابله ګانې په تخصصي توګه وروزل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه