Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او ولایتونو روغتونونو لپاره د نويو امبولانسونو پېرل

د چارو ادارې ملي تدارکاتو ریاست عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ امبولانسونه چې په تازه توګه له ازبکستانه پېرل شوي وو، وسپارل.

د ملي تدارکاتو ادارې سرپرست وايي، دغه امبولانسونه له ازبکستان څخه د څه دپاسه شپږ مېليونه ډالرو په ارزښت پېرل شوي دي.

ښاغلی رحیمي په‌دې اړه وايي: «له ازبکستان څخه د شپږم مېلیونه ۴۵۱ زره او ۶۱۲ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۵ امبولانسونه وپېرل شول.»

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور زیاتوي: «په‌دې برخه کې ډېر مظلوم خلک ناروغان وي، د شپې له خوا ناروغېږي او یا هم که د ورځې له خوا ناورغېږي یا د سرکونو وضعیت ښه نه‌وي یا موټر نه پیدا کېږي، دا د دوی په خدمت کې دي.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی وایي، د کابل او ولایتونو دولتي روغتونونو ته به دغه نوي امبولانسونه وویشل شي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه امبولانسونه به ناروغانو ته د ښه خدمتونو له وړاندې کېدو سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده وايي: «له بندېزیونو سربېره ډاکټران صاحبان وايي، هغه خدمات چې په تېرو شلو کلونو کې نه‌ وو شوي، اوس وشول.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي،چې له ۱۸۰ پېرلو شویو امبولانسونو نه ۱۲۵ یې تراوسه عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه