Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي د هېوادوالو شکایت

ځينې هېوادوال په ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د کموالي له امله خپل ماشومان د درملنې لپاره کابل ته راولي.

دوی د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې په ولایتونو کې د درملنې زمینې برابرې کړي. 

څلور کلن فرزاد د درملنې لپاره د اندراګاندي د ماشومانو روغتیا روغتون ته راوړل شوی دی.

د فرزاد پلار فرید وايي:«ماشومانو ته په ځانګړې توګه په ولسوالیو کې هېڅ امکانات نشته، امکانات نه لري که چېرې امکانات وي نو موږ ولې تر دې ځایه سرګردانه شوي وای له دومره لرې لارې دلته یې راولو.»

د بل ناروغ ماشوم پلار حکمت هم وویل:«د افغانستان له اسلامي امارته زموږ غوښتنه همدا ده چې په ټولو برخو کې عادلانه پاملرنه وکړي.»

د یوه ناروغ ماشوم مور وحیده هم څرګندوي:«د یوې مور په توګه غواړم چې زما د زوی خدمت دې وکړي د ټولو بې وزلو مرسته دې وکړي.»

له دې سره سم، یو شمېر ډاکټران وايي، هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ ناروغ ماشومان د دغه روغتون بېلابېلو برخو ته راوړل کېږي.

د اندراګاني د پولي کلېنیک تشخیصیه مرکز امر حفاظت الله حقیار صافي په دې هکله وايي:«زموږ ګڼه ګوڼه له همدې امله زیاته ده له ولایتونو ناروغان راځي، په ولایتونو کې داسې مرکزونه نه لرو چې په کابل کې یې لرو، هلته په تېر کې هم نه وو.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې دغه وزارت هڅه کوي د هېواد په څلورو زونونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر خېل زیاتوي:«په کابل کې اوس د ماشوم د روغتیا روغتون لرو په نورو ولایتونو کې په ماشومانو پورې اړوندې څانګې مو مشخص کړې دي او هیله ده چې زموږ په هر زون کې د ماشومانو ځانګړي روغتونونه ولرو چې د مراقبت او درملنې په برخه کې د ماشومانو لپاره معیاري وي.»

ځینې کورنۍ خپل ناروغان د ښې درملنې لپاره له هېواده بهر ته بیايي او په دې باور دي چې دننه په هېواد کې د درمنلې لپاره سمه زمینه برابره نه ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه