Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د شري واکسین کمپاین؛ اوه مېلیونه ماشومان به واکسین شي

نن شنبې (د لیندۍ په ۵مه) په ټول افغانستان کې د شري واکسین کمپاین پیل شو. 

د عامې ورغتیا وزارت وايي چې دغه کمپاین به لس ورځې وخت ونیسي او ټاکل شوې اوه مېلیون ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کړل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې هکله داسې وايي:«په دغې کمپاین کې به ان شاالله نږدې اوه مېلیون ماشومانو ته به د شري واکسین تطبیق شي موږ د دغه کمپاین په واسطه کولای شو چې په شري د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوی وکړو.»

د ساري یا لېږدونکو ناروغیو متخصص دولت حسین افضلي هم څرګندوي:«واکسین کولای شي چې ۹۰ سلنه ټول ماشومان د شري ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي او یا هغه کسان چې په شري اخته کېږي له یوې مشخصې دورې وروسته د ښه والي په لور ځي، له ۹۰ سلنې پورته هم کولای شي چې په شري د اخته ماشومانو لپاره د تل لپاره یو دایمي معافیت رامنځته کړي.»

ورته مهال ځينې هېوادوال د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د هېواد په لرې پروتو سیمو کې هم د شري د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي.

دوه څلویښت کلن الله نور، یو له هغو کسانو دی، چې د خپل اوه میاشتني ماشوم د درملنې لپاره له شکردرې نه د کابل اندراګاندي روغتون ته راغلی دی.
 
د ناروغ ماشوم پلار الله نور وویل:«څلور پنځه ورځې کېږي چې دلته وو بیا بېرته ولاړو خارج یې کړ. اوس دوه ورځې کېږي چې په شري اخته شوی.»

شری یوه لېږدونکې یا ساري ناروغي ده چې ډېری ماشومان پرې اخته کېږي، خو به لېرې پرتو سیمو کې د هغې د درملنې زمینه کمه ده، له همدې امله ځينې کورنۍ هر کال اړ کېږي چې خپل ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته راولي.

د ناروغ ماشوم پلار کجکول وايي:«موږ په دښته کې ژوند کوو، لېرې یوو، ځینې کسان په موټرسایکل راتلل موږ خپل ماشومان ورته بیول چې واکسین یې کړي، له هغې پرته کلینیکونه له موږ لرې دي نه شوای مو کولای چې بو یې ځوو.»

 مقبل د ناروغ ماشوم پلار هم وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې عاجلو ناروغانو ته درمل ورکړل شي.»

بل خوا د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، چې په وروستیو دریو میاشتو کې په دغه روغتون کې د شري ناروغۍ له امله یوولس ماشومان مړه شوي دي.

د اندراګاندي روغتون سرطبیب محمد اقبال صادق څرګندوي:«په وروستیو کابو درې میاشتو کې ۵۶۰ بستري ناروغان مو لرل د عاجل بستر ناروغان درملنې ته اړتیا لري او په پښو ناروغان هم ډېر وو چې بستر ته یې اړتیا نه لرله.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان زیږدیز کال له پېل راهیسې په هېواد کې پر شري ناروغۍ اخته ۳۸۰ ماشومان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه