Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوې څېړنه؛ افغانستان د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي د نوملر په سر کې دی

د «ابزرور» څېړنیز بنسټ نوې څېړنه ښيي چې افغانستان د خوړو او خوراکي خوندیتوب د نشتوالي په لومړي مقام کې دی.

دغه هندي څېړنیز بنسټ د ۱۳۶ هېوادونو د خوراکي خوندیتوب په هکله څېړنه کړې ده چې افغانستان د دغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی.
 
دغه بنسټ په دغې څېړنه کې ویلي:«د لوږې د شاخص د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې سوېلي اسیا د خوارځواکۍ او خوراکي خوندیتوب د نشتوالي لوړه کچه لري. دغه بهیر د هغې سیمې لپاره چې ۶۰۰ مېلیوینه کسان په کې ژوند کوي او څه باندې ۳۳ سلنه نفوس یې په سختۍ بې وزلۍ کې ژوند کوي، اندېښمنوونکی دی.»

ډاکټر محمد ناصر کاظمي په دې هکله طلوع نیوز ته وویل:«هر څومره چې اقتصادي او ټولنیز وضعیت خراب کېږي همدومره ماشومان هم اغېزمن کېږي د خوراکي خوندیتوب نشتوالی طبعاً یا شمېرې زیاتوي ځکه چې د کورنیو اقتصادي وضعیت مستقیماً د هغوی د ماشومانو په تغذیې پورې تړاو لري.»

په خوارځواکۍ اخته د یوه ماشوم مور صدیقه وايي:«اول چې پیدا شو د کندوز په روغتون کې مو بستر کړ. شل ورځې بستر و بیا بله ورځ مو کور ته بوته، بیا مو بېرته راوست یوه بله اوونۍ بستر و.»

د صدیقې په څېر ځینو نورو کورنیو هم خپل ماشومان د خوارځواکۍ د ناروغۍ د درملنې لپاره د اندراګاندي روغتون ته راوستي دي.

دوی وایي، چې د بې وزلۍ له امله د خپلو ماشومانو د تغذیې وس نه لري.
 
د ناروغ ماشوم مور وویل:«څلور میاشتې کېږي چې ناروغ دی او هم یې وینه کمه ده او هم په خوارځواکۍ اخته دی. ډاکټرانو ته مې بوت هېڅ درملنه یې ونه شوه بېرته مې دغه روغتون کې بستر کړ.»

د دغه روغتون ډاکټران وایي، چې هره ورځ پر خوارځواکۍ اخته له دوو تر څلورو ماشومان بستر کوي.

بل خوا، د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دوه زرو دوه ویشتم میلادي کال له پېلېدو راهیسې په ټول هېواد کې د میندو او ماشومانو په ګډون نږدې درې میلیون تنه پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند  شرافت زمان وویل:«په ټول کال کې کابو دوه مېلیونه او ۸۰۰ زره ماشومان او شیدې ورکوونکې او امیندوارې میندې په منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوې دي.»

هند، پاکستان، بنګله دش، نیپال او سریلانکا په خپل وار سره له افغانستان وروسته د خوراکي خوندیتوب د نشتوالي له پلوه په نامناسب وضعیت کې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دوه زرو دوه ویشتم میلادي کال له پېلېدو راهیسې په ټول هېواد کې د میندو او ماشومانو په ګډون نږدې درې میلیون تنه پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه