Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۲ کال کې هېواد کې روغتیايي ننګونو او فرصتونونو ته کتنه

په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د افغانستان روغتیا هم له ستونزوا وننګونو سره مخ وه؛ په دغې کال کې، د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په هکله یې هیلو ته زیان ورسوو.

په دې کال کې د روغتیا نړۍوال سازمان هم د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په دغه هېواد کې د روغتيايي نظام له سقوطه د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت پخواني ویاند جاوېد هژیر ویلي:«هغه مرستې چې د روغتیا په برخه کې ترسره کېږي له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترسره نه شي، شونې ده چې د روغتیا په برخه کې کړکېچ زیات شي او خلک له ستونزو سره مخ شي.»

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ستونزه ډېره جدي وه. د ماشومانو د ژغورنې صندوق د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ پر ۱۱ په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۷۰۰ زره تنه اعلان کړل.

د ماشومانو متخصص سید مسلم وویل:«تېرو کلونو کې د خوارځواکۍ ناروغان کم وو، اوس د ورځې تر ۲۵ بستري ناروغان لرو.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د مالوماتو له مخې، په دې کال کې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو په درشل کې وو.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د عرضې پخوانی مرستیال عبدالباري عمر وویل:«ولې یوه ټولګه، یوه مظلومه طبقه چې ناروغان دي او ولې یوه غیر سیاسي طبقه چې ډاکټران او روغتیا پالان دي په سیاسي اجنډا کې داخل وي.»

عامې روغتیا وزارت له پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ۹ وارې د پولیو واکسیناسیون ترسره کړ.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري پر ۲۴ په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو ۸ واکسیناتوران ووژل شول او دغه چاره بیا د دې لامل شوه چې، د روغتیا نړۍوال سازمان په دغو دوو ولایتونو کې د پولیو د واکسیناسیون بهیر وځنډوي.

سره له دې چې، عامې روغتیا وزارت د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره څو ځلي د واکسیناسیون بهیر عملي کړ؛ خو افغانستان بیا په ۲۰۲۲ کال کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو له اړخه د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړ.

افغانستان کې د یونېسف د اړیکو مسوول سام مورټ وویل:«له دغې ناروغۍ د مخینوي لپاره په هرو درېیو کلو کې باید ایمیني کمپاینونه ترسره شي. خو د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله دغه بهیر ګډوډی شوی دی.» 

د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق د میندو او ماشومانو د مړینې د راکمولو په موخه په ولایتونو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړل.

د لومړي ځل لپاره د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ څانګه پرانېستل شوه او همداراز د انتاني روغتون بېړنۍ څانګه هم د روغتیا د نړۍوال له لوري د ۴ لکه ډالرو په لګښت سره ګټې اخیستنې ته وسپارله شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل څرګندوي:«په ۲۰۲۲ کال کې زموږ پلان دا دی چې په هېواد کې کابو ۵۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړو او تر څنګ یې، زموږ موخه دا ده چې د معافیت او تشخیص په برخه کې کار وکړو.»

د ویلو ده چې، لا هم د افغانستان روغتیا برخه د نړۍوالو پر مرستو تکیه ده. او یو شمېر مرستندویه بنسټونه او په ځانګړې توګه د سره صلیب نړۍواله کمېټه او د روغتیا نړۍوال سازمان په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه