Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمینه کې د ماشومانو د تنفسي ناروغۍ ډېرېدل

په کابل کې د ماشومانو روغتیا یا اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، د پلازمینې په ماشومانو کې تنفسي ناروغي ډېره شوې ده.

له دې سره سم، د اندراګاندي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون هم د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د اندراګاندي روغتون د داخلي طب رییس محمد عارف حسن‌زی زیاتوي: «د پرسونل او کار زده‌کوونکو له کمښت سره مخ یوو، د متخصصینو او پرسونل کموالی او په ټوله کې دغه ګڼه ګوڼه موږ له ننګونو سره مخامخوي.»

له دې سره سم، رویټرز راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ په نومبر کې، ۶۷۰۰۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله په روغتون کې بستر شوي.

ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وايي، له څه مودې راهیسې یو زیات شمېر ماشومان د خوارځواکۍ، سینه و بغل او تنفسي ناروغیو له امله  په دغه روغتون کې بستر شوي دي.

ډاکټر حسین افضلي وايي: «پېښې یې په ټول کار کې وي، خو کله چې هوا سړېږي، پېښې یې ډېرېږي او هوا چې کله ککړېږي، پېښې یې ډېرېږي.»

همداراز یو شمېر کورڼۍ وايي، اقتصادي وضعیت یې چندانې ښه نه‌دی او نه‌شي کولی په سمه توګه د خپلو ماشومانو درملنه وکړي.

د ناروغ ماشوم مور مریم وايي: «ډاکټر ته مې یوړو سینه بغل و، دوه ځله مې د ماشوم روغتیا روغتون ته یوړ، شربت یې ورته ورکړ، جوړ نه‌شو، درېیم ځل یې وویل، باید بستر شي، وضعیت یې خراب دی، بیا یې بستر کړ.»

په هر ژمي موسم کې د کابل هوا ډېره ککړېږي او د ځینو ډاکټرانو په وینا، د تنفسي ناروغیو یو لامل همدا ککړه هوا ده.

له دې سره سم، په کابل کې د ماشومانو روغتیا یا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، دغه روغتون هم د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ماشومانو روغتیا یا اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، د پلازمینې په ماشومانو کې تنفسي ناروغي ډېره شوې ده.

له دې سره سم، د اندراګاندي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون هم د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

د اندراګاندي روغتون د داخلي طب رییس محمد عارف حسن‌زی زیاتوي: «د پرسونل او کار زده‌کوونکو له کمښت سره مخ یوو، د متخصصینو او پرسونل کموالی او په ټوله کې دغه ګڼه ګوڼه موږ له ننګونو سره مخامخوي.»

له دې سره سم، رویټرز راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ په نومبر کې، ۶۷۰۰۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله په روغتون کې بستر شوي.

ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وايي، له څه مودې راهیسې یو زیات شمېر ماشومان د خوارځواکۍ، سینه و بغل او تنفسي ناروغیو له امله  په دغه روغتون کې بستر شوي دي.

ډاکټر حسین افضلي وايي: «پېښې یې په ټول کار کې وي، خو کله چې هوا سړېږي، پېښې یې ډېرېږي او هوا چې کله ککړېږي، پېښې یې ډېرېږي.»

همداراز یو شمېر کورڼۍ وايي، اقتصادي وضعیت یې چندانې ښه نه‌دی او نه‌شي کولی په سمه توګه د خپلو ماشومانو درملنه وکړي.

د ناروغ ماشوم مور مریم وايي: «ډاکټر ته مې یوړو سینه بغل و، دوه ځله مې د ماشوم روغتیا روغتون ته یوړ، شربت یې ورته ورکړ، جوړ نه‌شو، درېیم ځل یې وویل، باید بستر شي، وضعیت یې خراب دی، بیا یې بستر کړ.»

په هر ژمي موسم کې د کابل هوا ډېره ککړېږي او د ځینو ډاکټرانو په وینا، د تنفسي ناروغیو یو لامل همدا ککړه هوا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه