Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان-جاپان روغتون کې د کوېډ-۱۹ څانګې د کارکوونکو معاشونو له نه ورکړې شکایت

د افغان جاپان روغتون د کووېډـ۱۹ څانګې ډاکټران د کاري تړونونو له نه غځېدو او تنخوا له نه ورکړې شکایت کوي.
دوی وایي، له څلورو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه‌ده اخیستې او دې مسالې له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
یو ډاکټر محمد زبیر وايي: «څلور میاشتې وشوې چې د روغتون پرسونل هېڅ تړون نه‌لري. له دې سربېره متخصصان، ډاکټران او د روغتون کارکوونکي د پخوا په څېر افتخاري کار کوي.»
نرس سید صباح‌الدین وايي: «د حمل له ۲۳مې تر اوسه پورې موږ کارکوونکي یوو، له نورو غیردولتي بنسټونو مرستې راځي او له موږ سره په افتخاري ډول د اکسېنجن بالون راوړي او ځینې وخت درمل راوړي.»
یو بل ډاکټر عبدالمجید وايي: «ننګونې خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلي او کوم کسان چې دلته کار کوي، بې‌وزلي او ناچارې یې خپل اوج ته رسېدلې ده.»
د افغان-جاپان روغتون د ډاکټرانو مشر وايي، سره له دې چې د کووېډ۱۹ څانګه جلا ده، خو بیا یې هم دغې څانګې ته ځینې امکانات برابر کړي دي.
د افغان-جاپان روغتون د ډاکټرانو مشر رحمت‌الله وزیری زیاتوي: «یو جدي مشکل چې دی، هغه د فني ستاف (کارکوونکو) دی چې د کرونا له کبله په تېرو کلونو کې دوی د موسساتو له لوري تمویل کېدل، نه پوهېږم چې د موسساتو به بوجه کمه شوې وي، قرارداد یې ختم شو، دا څلور میاشتې وشوې چې دوی معاشونه نه‌دي اخیستي.»
له بل لوري عامې روغتیا وزارت وايي، د یادو ډاکټرانو د کاري قرارداد د غځولو او همداراز د پاتې معاشونو د ورکړې په تړاو پر یوې طرحې کار روان دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي: «ټول قراردادونه د یوې ټاکلې مودې لپاره وي، نو دا چې ختمېږي د هغې نوي کولو لپاره هم یو څه وخت پکار وي چې بیا هغه تمدید شي. په‌دې برخه باندې کار روان دی او ټول هغه قراردادونه چې ختم شوي، د هغې تمدید لپاره زموږ تخنیکي کمېټه بوخته ده، تر څو قراردادونه یې تمدید شي.»
تر دې مخکې د سویډن کمېټې مسوولینو ویلي، په پروان، پنجشېر او کاپیسا کې کوویډ۱۹ روغتونونه نه تمویلوي او لامل یې هم د بودجې کمښت په ګوته کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه