Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات په حوزوي روغتون کې د کارموندنې رقابتي ازموینه

څه باندې ۱۳۰۰ تنو چې ډېری یې نجونې او ښځې دي، د هرات په حوزوي روغتون کې د دندې ترلاسه کولو لپاره په یوې ازموینه کې ګډون کړی دی.

ټاکل شوې ۴۴ تنه بریالي شویو کسانو ته په دغه روغتون کې دنده ورکړل شي.

څه باندې ۷۰۰ مېرمنې او نجونې چې د قابله‌ګۍ او نرسینګ په برخه کې یې زده کړې کړې دي او څه باندې ۵۰۰ نارینه‌وو هم د هرات حوزوي روغتون ته د کار کولو په موخه په یوې جلا ازموینه کې برخه اخیستې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر وویل:«په دغې ازموینه کې ۱۳۲۰ تنه شارټ لېست شوي دي چې د هغوی ۵۵ سلنه یې زموږ خویندې دي چې د قابله ګۍ او نرسنګ په بستونو کې شارټ لېست شوي او پاتې ۴۵ سلنه ګډونوال ښاغلي دي.»

په همدې حال یو شمېر مېرمنې او نجونې مېرمنو ته د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه کوي.

ګډونواله لیلی پویا وايي:«هیله لرو چې یوه روڼ بهیر وي کار او کاري محیط د ټولو لپاره برابر وي چې وکړای شو کار وکړو.»

بله ګډونواله سمیرا احراري هم څرګندوي:«هیله لرم هر څوک چې لیاقت او استعداد لري په دغه بهیر کې بریالی شي.»

د هرات په حوزوي روغتون کې د قابله‌وو او نرسانو کمښت وروستیو میاشتو کې دغه روغتیایي مرکز کې تر ټولو جدي ستونزې ګڼل کېږي.

تازه د دغه روغتون مسوولین وایي، د نویو قابله‌وو او نرسانو په جذب سره به دغه روغتیایي مرکز کې د کارکوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.

د هرات حوزوي روغتون رییس جلیل احمد رسولي څرګندوي:«د روغتون خدمتونه زموږ د استادانو په واسطه د پروفیسور په سویه دي د حوزې په کچه وړاندې کېږي، د روغتون خدمات تخصصي او فوق تخصصي دي ځکه زموږ مراجعه کوونکي ډېر دي،»

د هرات حوزوي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو کمښت لا هم جدي ستونزه ګڼل کېږي. له څه باندې یوه کال راهیسې، ډېری ډاکټرانو هېواد پرېښې دی، خو د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، ډېر ژر به د متخصصو ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه