Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پيلېږي

سبا په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د پلازمېنې په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیلېږي.

د پولیو د له‌منځه وړلو د بیړني او عملیاتي ملي مرکز چارواکي وايي چې په دغې څلور ورځنۍ دوره کې به څه باندې پنځه مېلیونه ماشومان واکسین کړل شي.

د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د بیړني او عملیاتي ملي مرکز رییس نېک ولي شاه مومن وايي:«د واکسین په دغه پړاو کې زموږ موخه پنځه اعشاریه اوه مېلیونه ماشومان دي.»

هېوادوال د دغه کمپاین هرکلی کوي او له روغتیا وزارته غواړي چې په دې هکله د پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

د ارزګان اوسېدونکی احسان الله وویل:«دغه بهیر چې پیل وي خلکو ته دې ډېر پوهاوی ورکړي ځکه خلک تراوسه هم نه پوهېږي چې د پولیو واکسین څومره ګټور دی.»

د ننګرهار اوسېدونکی صدیق الله هم وايي:«مثبتې پېښې چې مثبتې کېږي د هغه اصلي لامل د واکسین په هکله د خلکو نه پوهاوی او د هغوی نامناسب باور دی.» 

د کابل اوسېدونکی ذبیح الله هم وايي:«له عامې روغتیا وزارته دا غواړو چې د پولیو مخنیوی وکړي او وقایه یې کړي.»

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یوازې په افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه