Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د خوارځواکۍ ډېرېدو په اړه د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر وروستیو به په افغانستان کې له ۳ مېلیونه زیات ماشومان په سخته او منځنۍ خوارځواکۍ اخته شي.

د دې ادارې په وینا، افغانستان به سږ کال په پرله پسې توګه د وچکالۍ درېیم کال ته دننه شي او ښايي د خوارځواکۍ وضعیت ۲۰ سلنه جدي شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسوول وايي: «د ژوند ژغورنې مرستې په ټول افغانستان کې په هغو ځایونو کې چې شونې وي، دوام لري. افغان ښځې به د خوړو د نړۍوال پروګرام زیرمه شویو مرستو ته لاسرسی ولري. د جنورۍ میاشتې په دوو لومړیو اونیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام او شریکانو یې په ټول هېواد کې د نږدې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو لاسنیوی کړی دی. په دې بهیر کې خوارځواکه ماشومان، امیندواره او شېدې ورکوونکې اړمنې ښځې شامل دي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو زیاتېدو ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به ۸۰۰ او ۷۵ زره ماشومان له شدېدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، د مرستو رسونې په برخه کې د ښځو حضور ډېر مهم دی.

په ورته مهال یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته شوي، وایي، د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه‌لري.

دوه کلن ذبیح الله چې پر خوارځواکۍ اخته شوی، مور یې وايي، بل ماشوم یې هم پر خوارځواکۍ اخته دی.

د ذبیح‌الله مور خال بي‌بي وايي: «زموږ په کور کې دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، نه خوراک شته او نه پوښاک او په مکروبي ځایونو کې ګرځي، ناچاري او بې‌وزلي ده چې په خوارځواکۍ اخته شوي.»

د ذبیح‌الله نیکه خیر محمد وايي: «ناروغ او ناتوانه ماشومان ډېر دي، د دې علت د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دی، په ګرمي یو ترپال لاندې ژوند کوو او په‌دې واورې او باران کې هم تر یوه ترپال او خیمې لاندې ژوند کوو.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، د نړۍوالو کېدونکو مرستو د لا اغیزمنتیا لپاره باید دغه مرستې له دغه وزارت سره په همغږۍ ووېشل شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: «د اوسني اقتصادي وضعیت او زیانمنو سیمو او اړو او مستحقو خلکو ته د بشري مرستو د شفافیت او عادلانه وېش د یقیني کولو اصولو په پام کې نیولو سره، د ملګرو ملتونو دفترونو او د دوی له همکارانو بنسټونو او اړوندو وزارتونو او ریاستونو سره په همغږۍ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي دي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام راپورونه د دې ښکارندويي کوي چې دمګړۍ په افغانستان کې له لسو کورنیو ۹ کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه