Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قلندر عباد: په ایران کې مو د روغتیایي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، په ایران کې "د جي پنځه ډلې" هېوادونو د ناستې پر مهال په افغانستان کې د روغتیایي ظرفیتونو د لوړولو، روغتیایي تجربو د لېږد او سرطاني ناروغیو د کنټرول د لارو چارو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ایران ته سفر وروسته نن (پنج‌شنبه) کابل ته راستون شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي: «د دې سفر غرض او مقصد دا دی چې څرنګه موږ کولای شو چې د سیمې په هېوادونو کې د صحت په مختلفو برنامو کې هماهنګي منځ‌ته راوړو د صحت په مختلفو بخشونو کې موږ همکار پاتې شو.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي، ټاکل شوې د ایران د روغتیا وزیر هم په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي: «په دوو هفتو کې به د ایران د صحت وزیر په خپله او مل پلاوی به افغانستان ته راځي او په افغانستان کې دننه صحي وضعیت به ګوري.»

یو شمېر ډاکټران هم د افغانستان د روغتیا له برخې سره د ګاونډیو هېوادونو د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکي دي.

ډاکټره وايي نجما سما شفاجو: «د افغانستان دولت د ګاونډیو هېوادونو مرستې ته ډېره اړتیا لري، کولای شي زموږ ګاونډیان د افغانستان د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي او خپل روزونکې افغانستان ته د روزنې او تجربو شریکولو لپاره افغانستان ته راواستوي.»

له بل لوري یو شمېر درمل پلورونکي بیا افغانستان ته د ګاونډیو هېوادونو د درملو پر وارداتو د محدودیتونو د لګولو له امله شکایت لري.

درمل پلورونکی مسعود وايي: «دا خپله یوه ننګونه ده چې کله واردات کمېږي، بیه ورسره خپله لوړېږي، له همدې کبله د خلکو ستونزې ډېرې زیاتې دي، نه یوازې په کابل کې په ټول افغانستان کې.»

یو بل درمل پلورونکی ابوبکر زیاتوي: «ټولې پولې باید د خلکو د روغتیا لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شي، ځکه درمل لږ دي او د خلکو د روغتیا لپاره ټولو درملو ته اړتیا ده.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې ویلي، په روان زیږیز کال کې به ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه