Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان طبي شورا: له ښځینه‌وو د طبي پوهنځیو ازموینه اخیستل کېږي

د افغانستان طبي شورا مسوولان وايي، د اسلامي امارت له لوري د دې شورا د طرحې له تصویب وروسته به له ښځو څخه د طبي پوهنځیو وروستۍ ازموینه واخیستل شي.

د دې شورا تخنیکي سلاکار زیاتوي، دغه طرحه یې اسلامي امارت ته استولې ده.

د افغانستان طبي شورا تخنیکي سلاکار احمد شاه شکوهمند وايي: «نوي ډاکټر صاحبان چې فارغ شوي، هر کله چې کړنلاره تصویب شوه، موږ چمتو یوو چې په دوه-درې ورځو کې له دیو ازموینه واخلو.»

فرنوش چې د ستوماتولوژۍ له پوهنځي فارغه شوې، وايي، په کلونو یې لوړې زده‌کړې کړې دي، خو د طبي پوهنځيو له وروستیو ازموینو محرومېدو اندېښمنه کړې ده.

فرنوش په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «اګزیټ نه یوازې یو خروجي ازموینه وه؛ بلکې د کاري جواز، کدر استادي او تخصص په ګډون د نورو لارو ته د ننوتلو ازموینه هم وه، دا دا ډول ازموینه تر سره نه‌شي، د ښځینه‌وو ډاکټرانو د کاري بهیر دا ډول نورې ازموینې به هم ودرول شي.»

بل خوا، د یک‌شنبې په ورځ څلورو هغو هلکانو ته چې د طبي پوهنتونونو په وروستۍ ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې تر لاسه کړې دي، د فعالیت اجازه ورکړل شوه.  دغه ډاکټران له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو د ازموینې لپاره ژر تر ژره لاس  په کار شي.

ډاکټر فیروز چې په‌دې ازموینه کې لومړی مقام ګټلی، وايي: «زما غوښتنه دا ده چې د ښځینه‌وو د ازموینې نېټه هم ډېر ژر په ډاګه شي او ازموینه یې واخیستل شي، څو کوم زیار چې یې ګاللی، راتلونکی یې څرګند شي.»

ډاکټر غلام مجتبی زیاتوي: «ټولو ته دې هر څه ژر د زده‌کړو زمینه برابره شي او کومې ستونزې چې په مخ کې دي، هغه هم له منځه لاړې شي، څو هغوی هم وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

د هېواد د طبي شورا د مسوولانو په وینا، په وروستۍ ازموینه کې ۳۰ سلنه ډاکټران بریالي شول او تر راتلونکو دوو ورځو خپل د فعالیت جواز اخیستلای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه