Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا واکسین تقویتي دوز د تطبیق بهیر د عملي کېدو په حال کې دی

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۱۷ ولایتونو کې به د کورونا واکسین تقویتي دوز تر راتلوونکو ۲۰ ورځو عملي شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان زیاتوي چې په دغه پړاو کې کابو دوه مېلیون تنو ته به د کورونا واکسین تطبیق شي.

د روغتیا وزارت خوش‌بینه دی چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان طلوع نیوز ته وايي:«لاهم په ۱۷ ولایتونو کې د تقویتي دوز کمپاین روان دی او دا کمپاین شل ورځنی دی. دوه اعشاریه څلور مېلیون هېوادوالو ته واکسین تطبیق وو.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د  کوویډ نولس ناروغانو شمېر څه باندې پنځه زره کسانو ته رسېده، خو په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې دغه شمېر ۸۰۰ تنو ته راکم شوی دی.

د افغان- جاپان روغتون مسوولان وایي، چې په وروستۍ شاوخوا یوې میاشت کې د ۳۵۰ مشکوکو پېښو له منځه یوازې د  نهو هغو د کرونا وېروس پایله مثبته راختلې ده.

د افغان- جاپان روغتون رییس زلمی رښتین وویل:«په فبرورۍ میاشت کې ۱۶۰ مشکوکې پېښې اخیستې وې چې دوه پېښې مثبتې وې.»

د افغان - جاپان روغتون د مسوولانو په وینا، اوس‌مهال په دغه روغتون کې پر کورونا وېروس اخته ۳۰ ناروغان تر درملنې لاندې دي.
      
ناروغ فخرالدین طلوع نیوز ته وايي:«کله چې زه یې دلته راوستم په کما کې وم نه پوهېدم چې چېرته یم. الله دې ډاکټر صاحبانو ته دې توفیق ورکړي.»

بل ناروغ رجب محمد هم وویل:«موږ ته پیچکاري تطبقوي او د شپې لس ځله زموږ خبر اخلي.» 

بل خوا، یو شمېر ډاکټران له خلکو غواړي چې پر کوویډ نولس ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره، روغتیایي سپارښتنو ته پر پاملرنې سربېره، ځانونه واکسین کړي.

ډاکټر انعام الله رحمتي څرګنده کړه:«کورونا کمه شوې؛ خو شتون لري. غوره ده هغه کسان چې عمر یې ډېر دی باید واکسین وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په ټول هېواد کې پر ۱۲ مېلیون تنو د کورونا واکسین تطبیق شوی دی.

ورته مهال یو شمېر ډاکټران له خلکو غواړي چې پر کوویډ نولس ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره، روغتیایي سپارښتنو ته پر پاملرنې سربېره، ځانونه واکسین کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه