د روغتیا نړیوال سازمان وايي، روان مېلادي کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷٫۶ مېلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.
اخوا د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه روغتیايي اداره هڅه کوي چې د نورو بنسټونو په مرسته روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه کړي.
د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د افغانستان نفوس نږدې څلوېښت مېلیونه دی، دا یقیني ده چې په دوی کې به ناروغان هم پیدا کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل شوې ډېټا نشر کړې ده چې ښايي ۱۷٫۶ مېلیونه کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري، ښايي ناروغان له دې څخه هم پورته شي.»
درې کلن علي احمد چې له څو میاشتو راهیسې پر مغزي فلج ناورغۍ اخته دی، مور یې وايي، ۱۴ ورځې یې مخکې خپل ماشوم له بامیانه د درملنې لپاره کابل ته راوړی دی.
د علي احمد مور صغرا وايي: «ښه شوی نهدي، ډاکټر ته چې مې یوړو، هغوی راته وویل چې بامیان ته یې یوسه، هلته یې راته ویل چې درملنه یې نهکېږي، کابل ته یې یوسه.»
د یوه بل ناروغ مور ګل جان وايي: «پلار یې نهشته، یو ورور یې کراچۍ چلوي، د خپل ورور د درملنې لپاره له نورو پیسې په پور اخلي.»
عامې روغتیا وزارت وايي، هڅې رواني دي چې له روغتيايي مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ په ټول هېواد کې روغتیايي چارو ته لاسرسی اسانه کړي.