Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملنو له ټیټ کیفیته د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو شکایت

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي.

دوي وايي، ځینې درمل چې دوی پېرلي دي، پر ناروغانو هېڅ اغېز هم نه‌کوي.

د کابل اوسېدونکی خالد وايي: «کله چې درمل بې‌کیفیته وي، هغه وخت پیسې هم ورکول کېږي او د درملو پایله هم چندان سمه نه‌وي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی خواجه سیر وايي: «له عامې روغتیا وزارته غواړو چې هر څه ژر له کابل ښاره بې‌کیفیته درمل راټول کړي.»

له بل لوري یو شمېر درمل پلورونکي ادعا لري چې ځینې شرکتونه کم‌کیفیته درمل راواردوي او په وینا یې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

درمل پلورونکی سیف‌الدین وايي: «سوداګر چې هر ډول درمل واردوي، حکومت مسوول دی چې مخه یې ونیسي، دلته چې کوم بې‌کیفیته څیزونه راځي، یا یې بیه ارزانه ده، باید مخه یې ونیول شي.»

له دې سره سم، د خوړو او درملو ملي اداره وايي، هڅې روانې دي چې د کم‌کیفیته درملو له واردېدو مخنیوی وشي.

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر وايي: «له بده مرغه اوس هم یوه کم‌سلنه درمل هېواد ته د غیر قانوني لارو د پولو له لارې واردېږي، خو موږ په‌دې لټه کې یوو چې د امنیتي او دفاعي برخو په مرسته یې ټولې لارې وتړو.»

د درملو د خدماتي ټولنې د دارالانشا رييس عزیزالله شفیق وايي: «د درملو او خوړو ملي اداره او د افغانستان د درملو خدماتو ټولنه هر وخت د خپل میاشتني او اوونیز پلان سره سم، بازار ګوري او کنټرولوي یې، کله چې درمل نیول کېږي، ټوله یې له ځان سره قیدوو.»

د خوړو او درملو د ملي ادارې د مالوماتو له مخې، په تېر کال کې څه باندې ۸۰۰ ډوله تاریخ تیر درمل او نږدې ۵۰۰ ډوله هغه درمل چې له ناقانونو لارو هېواد ته راوړل شوي وو، راټول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه