Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې پر کورونا د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی

د افغان- جاپان مسوولان وايي چې په کابل کې په وروستو اوونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتوالی موندلی دی.

د افغان- جاپان روغتون د کووېډ ۱۹ څانګې رییس وايي چې په دوو وروستیو اوونیو کې د ۲۱۴ تنو له ډلې چې معاینه شوي د څه باندې ۷۰ تنو د کورونا ویروس پایله مثبته راوتلې ده.

د دغه روغتون د شمېرو پر بنسټ، یوازې پرون (شبنې) لږ ترلږه ۱۳ تنه په کورونا ویروس اخته وي دي.

د افغان- جاپان روغتون د کووېډ ۱۹ څانګې رییس زلمی رښتین وايي:«په دغو ورځو کې زموږ مثبتې پېښې زیاتې دي، د ورځې کابو ۴۰ معاینې کوو چې د ۴۰ معاینو له منځه تر ۵۰ سلنې مثبتې وي، پرون مو ۲۵ معاینې لرلې چې له دې منځه ۱۳ تنو هغه یې مثبت وو.»

یو شمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د زیاتېدو لامل د هوا ګرمېدل، په یوه ځای کې د خلکو راټولېدل او د کابل د اوسېدونکو نه پاملرنه بولي.

د افغان- جاپان روغتون د مراقبتونو مسوول شیرین آغا ناصري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«خپله شخصي او چاپېریالي حفظ‌الصحه باید په جدي توګه مراعات کړو، له ګڼې ګونې مخنیوی وکړو، ځکه په دغې څپه کې چې اوس راغلې ده، هېڅوک ترې خوندي نه شي پاتې کېدای. ډېری ماشومان یې هم نیولي دي ځکه موږ په روغتون کې په کووېډ نولس اخته ۱۳ کلن ماشوم هم لرو.»

دیارلس کلن احمد وقاس له دريیو ورځو راهیسي په افغان- جاپان روغتون کې بستر دی. ډاکټران وایي، چې نوموړی په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوی دی.

ناروغ احمد وقاس وویل:«د شنبې په ورځ ناروغ شوم. لومړی د اقصا روغتون ته ولاړم له هغې ځایه وروسته د فرانسویانو روغتون ته ولاړو، اوس دلته راغلي یوو اوس په بشپړه توګه ښه یم.»

د افغان- جاپان روغتون د شمېرو له مخې، پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر د کب میاشتې پرتله له څلوېښت تر پنځه څلوېښت سلنې زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه