Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ملاریا سره د مبارزې لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده

د عامې روغتیا وزارت د ملاریا په نړۍواله ورځ وايي چې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د هغه د تېر کال پرتله ۴۵ سلنه زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله وویل:«تېر کال مو ۱۲۵ زره او ۷۸۸ مثبتې پېښې لرلې چې ټولو ته رسېدنه او خدمت وشو.»

ورته مهال د کابل په انتاني روغتون کې ځينې ډاکټران وايي چې په دغه روغتون کې د ورځې د ملاریا دوه یا درې ناروغان بیسترېږي.
 
اته څلویښت کلن عبدالرحمن له څه مودې راهیسې ناروغ دی. د سه شنبې ورځې پر سهار د انتاني روغتون ډاکټرانو د هغه ناروغي ملاریا تشخیص کړه.

هغه طلوع‌نیوز ته وايي:«د روژې میاشتې له لومړۍ ناروغ وم، خو تر دې کچې نه، د ابن سینا روغتون ته ولاړم یوه نسخه درمل یې راکړل. وروسته په اختر کې مې وضعیت نور هم پسې خراب شو.»

بل خوا، د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د ملاریا ناروغۍ ۹۰ سلنه مثبتې پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې دي./

د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي، چې ډېری هغه خلک چې د ملاریا له لوړ خطر سره مخ دي، لاهم د دې ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې د اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، چې له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره  د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده او دغه وزارت د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره یو شمېر پشه خانې وېشلې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه