Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روانه زېږدیزه میاشت کې د کرونا ویروس د نږدې ۳۵۰۰ مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت وایي، په نږدې یوه میاشت کې په هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۳۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د ویاند په وینا، تر راتلونکو څو ورځو به په ۱۷ ولایتونو کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین لړۍ پیل شي.

شرافت زمان امرخیل وايي: «په تېره میاشت کې موږ اوولس ولایتونو کې تقویتي یا بوسټر ډوز واکسین کمپاین تطبیق کړی دی، د مې په میاشت کې به ان‌شاء الله په پاتې اوولس ولایتونو کې به هم د کرونا واکسین تطبیقېږي چې دا به تقویتي ډوز وي.»

د افغان-جاپان روغتون یو شمېر ډاکټران وايي، په وروستیو اوونیو کې په کابل کې د کرونا ویروس مثبتې او مشکوکې پېښې ډېرې شوې دي.

دوی له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره نور مراکز هم پرانیزي.

د افغان-جاپان روغتون ډاکټران حشمت فیضي وايي: «څومره ناروغان چې موږ ته راغلي، ټول یې شکمن ښکارېدل، د دې لپاره موږ د جېن‌سېکوینسر په نوم ماشین ته اړتیا لرو چې دا یو ډېر ګران بیه ماشین دی او موږ دغه ماشین نه‌لرو.»

په هېواد کې د روان زېږیز کال له پیله تر اوسه پر کووېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر: په جنوري کې ۹۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۲۲  په‌کې مړه شوي، په فبروري کې ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۷ کسان ترې مړه شوي، په مارچ کې ۱۲۹۵ مثبتې پېښې شوي او ۴ کسان ترې مړه شوي او په اپرېل کې ۳۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۴ کسان په‌کې مړه شوي دي.

ورته مهال، ۱۳ کلنه مریم چې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي، له شپږو ورځو راهیسې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوې او دمګړۍ د افغان-جاپان روغتون د کووېډ-۱۹ په څانګه کې بستر ده.

ناروغه مریم وايي: «له ستوني سره مې سږو، ملا او پښو مې درد کاوه. په چهار کلا کې بستر وم، بیا یې له هغه ځایه دلته راولېږم.»

یو بل ناروغ خالد وايي: «د سهار له لمونځ کولو وروسته یو ځل سربداله شوم، ځان مې درد کاوه او زړه مې بدېده، بیا اړ شوم چې دلته راشم.»

عامې روغتیا وزارت وايي، دمګړۍ د کووېډ-۱۹ د ناروغانو د درملنې لپاره ټول امکانات لري او د اړتیا په صورت کې به له نړۍوالې ټولنې مرسته وغواړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه