Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د جرړو د له منځه وړلو لپاره هڅې

د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د جرړو د له‌منځه وړلو لپاره به هڅې وکړي.

دغه دوه سازمانونه زیاتوي چې په افغانستان کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له ۲۰۱۵ کال راهیسې کار کوي.

په افغانستان کې د روغتیا سازمان استازی وايي: «د روغیتا په نړۍوال پروګرام کې موږ نن د ټولو هغو کسانو لپاره د وسیلو او سټراټېژیو د پلي کولو د اړتیا د پوهاوي پر لوړولو تمرکز کوو، چې د ملاریا له خطر سره مخ دي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازې سوریا برفو هم څرګندوي: «د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د عامې روغتیا له وزارت او نورو شریکانو سره په همکارۍ او همغږۍ په افغانستان کې د ملاریا په کنټرولولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی او موږ هیله من یوو چې دا همکاري په افغانستان کې د ملاریا د بشپړې له منځه تلو لامل شي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت وایي، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د ملاریا تر ټولو ډېرې پېښې د هېواد په سوېل کې ثبت شوې دي. د دغه وزارت مرستیال له مرستندویو بنسټونو او خصوصي برخې غواړي چې د دې ناروغۍ په له‌منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخند زاده وویل: «دا د ټولو دولتونو، موسسو، خصوصي سکټور او خیریه موسسو ته مهمه ده چې زموږ د موخې د ترلاسه کولو لپاره همغږي شي او د دغو ستونزو د حل لپاره چې د مېلیونونو انسانانو په ژوند پورې تړاو لري په ځانګړې توګه مبارزه وکړي.»

د ساري ناروغیو د کنټرول رییس حیدر خان حیدر هم وايي: «ملاریا یوه عمومي ستونزه ده یعنې په دې کې ټول دخیل ارګانونه او ټول ملت همکاري وکړي.»

د خوړو د نړۍوال پروګرام د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د ملاریا ناروغۍ له امله ۶۱۹ تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه