Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د کیفیت کنټرول لابراتوار پرانیستل کېدل

د خوړو ملي ادارې چارواکي وايي، په کندهار کې یې د خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول یو لابراتوار پرانیستی دی.

دغه چارواکي زیاتوي، پر کندهار سربېره به د هېواد په دريو نورو زونونو کې هم د خوارکي موادو د خونديتوب په موخه ورته لابراتوارونه جوړ کړي.

د خوړو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر زیاتوي: «ویلای شو چې د دې لابراتوال وسایل له دوه لکو څخه نیولې تر دوه نیم لکو ډالرو په ارزښت فعال شو او کوښښ مو دا دی چې دې ته ورته نور لابراتوارونه په نورو سترو زونونو او ښارونو کې فعال کړو.»

د لابراتوار رییس ناصر فقیري وايي: «دغه لابراتوار د دوه موخو لپاره جوړ شوی دی، یو د خوراکي توکو د ټاکلو او تثبیت لپاره او دویم زموږ د سوداګرو د اسانتیا لپاره.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کندهار کې د خوراکي توکو د کیفیت کنټرول د لابراتوار په مراسمو کې وایي چې که له دې وروسته سوداګر ټیټ کیفیته خوراکي توکي هیواد ته وارد کړي، ورته به سزا ورکړل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «خدای مه کړه احتیاناً څوک دغه کار وکړي، د هغه جواز به هم ختموو او هغوی ته موږ د ملي خاین په سترګه ګورو، هغوی ته به سخته سزا ورکوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند زیاتوي: «د غذا له ادارې څخه مو هیله ده، هر هغه څوک چې د افغانستان ته بې‌کیفیته خواړه او درمل راوړي، هغه سوداګر نه‌دی؛ بلکې هغه له افغانستان سره دوستي نه‌لري.»

د دغه بنسټ مسوولانو اعلان کړی چې د نشه‌یي توکو د کنټرول لپاره به د هیواد په کچه ورته لابراتوارونه جوړ او ډیر ژر پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه