Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عامې روغتیا سرپرست له تهرانه د همکارۍ غوښتونکی شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د «جي۵» غونډه کې له ګډون سره له تهرانه غوښتي چې د ډاکټرانو د وړتیاوو په لوړولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې افغانستان د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د ډاکټرانو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.

شرافت زمان امرخېل د دغې غونډې په هکله وویل:«د افغانستان په تشخصیه برخه کې دلته د دې ترڅنګ په وقایوي برخه کې په سپينو ساحاتو کې د نویو روغتیايي مراکزو جوړولو، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت د لوړولو لپاره دې زمینه سازي وشي.»

بل خوا، یو شمېر ډاکټران وایي، چې باید د ډاکټرانو په تېره بیا د ښځینه ډاکټرانو د وړتیاوو د لوړولو زمینه په کور دننه برابره شي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون پخوانی رییس سید عبدالله احمدي څرګندوي:«د عامې روغتیا وزارت سرپرست وکړای شي د ایران په څېر هېواده الهام واخلی او راستون دې شي او د ښځو لپاره دې یو ښه سیسټم جوړ کړي چې د هغوی د وړتیا کچه دننه په هېواد کې لوړه شي.»

ډاکټر امید هم وویل:«زموږ متخصصین دې د بورسیو، ښوونیزو پروګرامونو په واسطه ایران ته واستول شي او یا د ایران متخصصین دې راوبلل شي څو د متخصصینو لپاره دننه په هېواد کې په هره برخه کې ترینګونه ولرو.»

د جي۵ په غونډه کې د ایران، عراق، پاکستان، افغانستان هېوادونو او د روغتیا نړۍواال سازمان ګډون کړی دی او موخه یې د روغتیا په برخه کې د دغو هېوادونو ترمنځ همکاري ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه