Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تلاسیمیا سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ د دغې ناروغۍ د درملنې امکانات محدود دي

د مي اوومه له تلاسیمیا ناروغۍ سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د عامې روغتیا وزارت او د وینې مرکزي بانک په دې برخه کې د امکاناتو د نشتوالي یادونه کوي.

یاد وزارت له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې له افغانستان سره د تلاسیمیا ناروغۍ په درملنه کې مرسته وکړي.

 د وینې د مرکزي بانک رییس وایي، چې له دوی سره تر دوو زرو ډېر ناروغان ثبت دي، خو د دوی امکانات په تېره بیا درملو ته د دغو ناروغانو د لاسرسي په برخه کې کم دي.

د وینې د مرکزي بانک رییس ناصر صادق وايي:«زموږ هیله له هغو سازمانونوڅخه له نړۍوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د روغتیا له نړۍوالو سازمانونو څخه یا نورې ادارې چې د روغتیا په برخه کې کار کوي دا ده چې دغو ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیر پاڅون هم وویل:«له خیریه موسسو او ټولنو څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې، په مرکز او ولایتونو کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ او پياوړي کړي.»

بل خوا، د عامې روغتیا وزارت وایي، چې هڅه کوي، د ځینو سوداګرو په همکارۍ د یو شمېر روغتونونو په جوړولو سره د سرطاني ناروغیو د درملنې زمینه برابره کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان خېل څرګندوي:«لومړنۍ ناسته اوس د عامې روغتیا وزارت له ښاغلي معین صاحب سره شروع شوله، په دغې ناسته کې به ان‌شالله په هغه ټولو موردونو باندې بحث کېږي چې څنګه وکولای شو، موږ یو مجهز ځای جوړ کړو. په هغه کې د بشري قوې څومره اړتیا ده. څومره زموږ د پلان او پالیسۍ مربوط کارونه دي، ان‌شاالله په دغو ټولو برخو کې به د عامې روغتیا ورسره همکاري کوي.» 

د کرېکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل هم وايي:«د دې بودیجه به موږ او تاسې دا ټول راټولوو ان‌شاالله په دې بودیجه به دا روغتون جوړوو.»

اخوا ځینې ماشومان چې په یو ډول د وینې له کموالي سره مخ دي، له عامې روغتیا وزارت او هېوادوالو غواړي چې ناروغانو ته د وینې د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

ناروغ رفیع الله وايي:«له عامې روغتیا وزارته زما غوښتنه دا ده چې د تلاسیمیا ناروغو لپاره په روغتون کې درمل او مجهز لابراتوار چمتو کړي.»

د وینې پر سرطان د اخته ناروغانو د شمېر له زیاتېدو سره سره، د هېواد روغتیایي چارواکي وایي، چې په ټول هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په تړاو  کره معلومات نه لري.

ځینې ماشومان چې په یو ډول د وینې له کموالي سره مخ دي، له عامې روغتیا وزارت او هېوادوالو غواړي چې ناروغانو ته د وینې د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه