Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو د بیې له لوړېدو د هېوادوالو شکایت

ځينې هېوادوال وايي چې په هېواد کې د درملو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې او دوی یې د پېرلو وس نه‌لري.

دوی ادعا کوي چې د کابل په درملتونونو کې د درملو بیه تر بل هر وخته لوړه شوې او ناروغ لرونکي یې اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکی رفیع الله وايي:«بیې له حده زیاتې لوړې دي. په عمده پلورنځیو کې درمل په یوه بیه دي او پرچون پلورنځیو ته چې ځوو دوه یا درې برابره قیمته دي.»

د کابل بل اوسېدونکی بازمحمد هم څرګندوي:«یوه نسخه چې په ۶۰۰ افغانۍ وه، هغه په ۱۵۰۰ افغانۍ اخلو، کله چې د پروان هوټل سیمې ته ځوو، دا له ۱۵۰۰ افغانیو کمېږي ۱۲ افغانیو ته.»

له دې سره سم، د درملو د ملي ټولنې مسوول وايي، د درملو پر سوداګرو د مالیاتو له لوړېدو او د درملو له نوي قانون سره په هېواد کې د درملو بیې لوړې شوې دي.

د درملو د ملي ټولنې رییس اسد الله کاکړ څرګندوي:«کابو څلور تر پنځه زره ډالره مالیه راځي. کله چې هر هېواد ته یې حواله کوو، د هماغه هېواد اسعار حواله کوو، نو کابو څلور تر پنځه زره ډالره لګښت راځي.»

له بل لوري د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د درملو بیه په نړۍ کې لوړه شوې او په وینا یې په هېواد کې د درملو قانون لا تر اوسه نه دی تصویب شوی.

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر وايي:«موږ په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه یوازې د اومه توکو په بیه کې د ۳۷ سلنې زیاتوالي شاهد یوو او هغه ادعاګانې چې کېږي له دې امله دي چې ګواکې د افغانستان د خوړو او درملو ادارې نوی قانون د درملو د بیې د لوړېدو لامل شوی دی، دا په بشپړه توګه ردوو؛ ځکه هغه نوی قانون چې د افغانستان د خوړو او درملو ادارې له خوا د درملو او روغتیايي محصولاتو لپاره ترتیب شوی د تصویب لپاره لوړو مراجعو ته استول شوی دی.»

د درملو د ملي ټولنې په وینا، د درملو د بیو د لوړېدو سربېره، په ناقانونه توګه د درملو واردات بله ننګونه ده چې، د درملو سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه