Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې د زده‌کوونکو مسمومیت غبرګونونه راپارولي

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د سرپل ولایت په دوو ښوونځيو کې د نږدې اتیا نجونو زده کوونکو د مسمویت په غبرګون کې وايي چې ماشومان باید په ښوونځيو کې له وېرې پرته درس ووايي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه ټویټ کې لیکلي:«ښوونځي باید داسې خوندي ځایونه وي چې ماشومان په‌کې له وېرې پرته زده کړې وکړي. یونیسف پر اوسنيو حکومتي چارواکو غږ کوي چې دا پیښه په بشپړ ډول وڅېړي او د افغان نجونو او ښځو امنیت وساتي او د دې پیښې عاملان ځواب ویلو ته اړ کړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه غیرانساني او د خواشینۍ وړ بللې ده. پخواني ولسمشر له اسلامي امارته غوښتي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانېزي.                                              

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان څرګندوي:«اسلامي امارت مسوولیت لري چې له امنیتي لیدلوري د نجونو د زده‌کړې او تعلیم زمینې مساعدې کړي او هڅه وکړي چې په ټول افغانستان کې ښوونځي، علمي او ښوونیز مرکزونه خوندي وي.»

د سرپل د پوهنې رییس وایي، چې زده کوونکې نجونې له بېلابېلو علایمو سره مخ شوي او وروسته په روغتون کې بستر  شوي دي.

د سرپل د پوهنې رییس محمدرحماني وویل:«کله چې په لومړي درسي ساعت کې زده‌کوونکي ښوونځي ته ځي، مسموم کېږي. د زړه‌بدوالي، ساه لنډۍ او د سرڅرخۍ او د سر دردۍ حالت ورته پيدا شو.»

د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو نږدې ۸۰ نجونې زده کوونکې مسمومې شوې. د هغوی له ډلې ۶۰ زده کوونکې د کبود آب په ښوونځي او ۱۷ نورې د فیض آباد په ښوونځي کې مسمومې شوې دي. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او عاملینو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه