Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته د درملو د واردولو په اړه د خوړو او درملو ملي ادارې نوې کړنلاره

د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مسوولانو پرون (پنج‌شنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، په هېواد کې د بهرنیو شرکتونو د درملو د ثبت لپاره یوه نوې کړنلاره جوړه شوې ده.

دغه اداره وايي، د یادې کړنلارې له مخې د درملو بهرني تولیدونکي شرکتونه مکلف دي چې په هېواد کې د هر قلم توکي د ثبت لپاره زر امریکایي ډالر دې ادارې ته ورکړی.

د خوړو او درملو د ملي ادارې رييس عبدالباري عمر وايي: «د دې کړنلارې پر بنسټ به ټول بهرني شرکتونه له سره ثبتېږي، د بهرنۍ کمپنۍ په ثبت باندې موږ فیس نه‌دی لګولی، موږ یې وړیا ثبتوو، کومه ستونزه نه‌شته، یوازې د اقلامو ثبت یو نړیوال معیار دی، که یوه کمپنۍ یو قلم درمل ثبتوي، په بدل کې به یې موږ ته زر ډالره فیس راکوي.»

ورته مهال، د دې ادارې د جواز ورکړې مسوول بیا وايي، هغه درمل چې په کور دننه تولیدېږي، له بهره یې د وارداتو بهیر درول شوی دی.

د خوړو او درملو د ملي ادارې د جواز ورکړې رييس احسان‌الله صدیق وايي: «پنځلس هغه قلمه چې موږ یې په افغانستان کې تولیدولی شو، له بهر نه مو هېواد ته د هغوی د واردولو اجازه نه‌ده ورکړې، دا مو ځکه بند کړي چې زموږ داخلي تولید پر پښو ودرېږي.»

د خوړو او درملو د ملي ادارې د څارنې او څېړنې ريیس مومن خان فدایي زیاتوي: «د هیچا په ذهن کې دا نه و چې په افغانستان کې یوه داسې تولیدي فابریکه وي لکه سنو فرما، انشاءالله نورې هم د پرون فرما په نوم د دملو بله فابریکه هم پرانیستل شي.»

د خوړو او درملو د ملي ادارې د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ افغاستان نږدې ۶۰۰ ډوله درمل تولیدوي او اوس د دې جوګه شوی چې ۱۵ ډوله یې بهر ته هم صادر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه