Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوی ګواښ؛ د ماشومانو د ګوزڼ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې پېښه ثبت شوې، چې یوه ماشومه په دغې ناروغۍ اخته شوې ده.

دغه شپږ کلنه مروه نومېږي او د «ګوروکو» کلي اوسېدونکی ده.

د دغې ماشومې د کورنۍ د غړو په وینا، که څه هم مروې د ګوزڼ واکسین کړی و، خو څه موده وړاندې د سختې تبې له امله روغتون ته ولېږدول شوه، او دوی پوه شول چې پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې ده.

پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومې پلار اول زار طلوع‌نیوز ته وايي:«چا موږ ته څه نه و، ویلي دلته پوه شو چې دا ډول ناروغي لري. دلته یې معاینه کړه، خو دویمه معاینه مو ونه کړه او بیا مو بل ځای ته بوتله.»

د عامې روغتیا وارت هم طلوع نیوز ته تاییدوي، چې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده.

خو ډاکټران د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو لامل د عامه پوهاوي نشتوالی او د کورنیو له لوري د پولیو د واکسین نه تطبیقېدل ګڼي او وایي، چې د هېواد په لېریو پرتو سیمو کې ډېری ماشومان د ګوزڼ له واکسینه محروم دي.

ډاکټر نادر افغان په دې هکله وايي:«له بده مرغه بیا هم په روان کال کې د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یه مثبته پطښه ثبت شوې. تېره کال په پکتیا کې ثبت شوې وه. اصلي لاملونه یې کلتوري او فرهنګي مسایل دي.»

بل پلو، د ننګرهار ځينې اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د دې ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره، د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین زیات کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی الله یار وايي:«باید ژر ژر [واکسین] وشي او په افغانستان کې باید دغه ناروغۍ له منځه ولاړه شي. له دې مخکې دغه ناروغۍ په افغانستان کې نه وه، خو اوس زیاته شوې ده.»

د ننګرهار اوسېدونکی شفیق الله هم څرګندوي:«پنځه کاله کېږي چې په خپله مې واکسین کوم. په دغه کلي کې مې هم واکسین کړی او په سمه بڼه مې تطبیق کړی دی.»

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په بهسودو، بټي کوټ، کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د پولیسو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې او پر دغې ناروغۍ یوې اخته ماشومې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه