د عامې روغتیا وزارت له لوري په ننګرهار کې د روغتیایي علومو د انسټېټیوټونو فارغانو ته د دولتي اسنادو د ورکړې په موخه ازموینه واخیستل شوه.
د مسوولانو په وینا، پهدې درې ورځنۍ ازموینه کې یې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د زر ښځینه زدهکړیالانو په ګډون شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست سرپرست محمد رحيم قلندري وايي: «پنځلس سوه ذکور او زر اناثو ګډون کړی وو چې تقریباً چې تقریباً دوه نیم زره محصلان برابرېږي.»
د ننګرهار د روغتيايي علومو انسټیټوتونو د ټولنې مسوول نذير احمد دراني وايي: «اسلامي امارت یوه بله اسانتیا رامنځته کړې چې هر محصل کولای شي پهدې ازموینه کې ګډون وکړي، که د ننګرهار له ازموینې پاتې شي، کولای شي د لغمان په ازموینه کې ګډون وکړي، که په لغمان کې پاتې شو، کولای شي په کابل کې ګډون وکړي.»
په همدې حال کې د ازموينې يو شمېر ګډونوال له مسوولانو د بشپړې روڼتيا او د پايلو د ژر اعلان غوښتنه کوي.
د ازموينې ګډونوال نور احمد وايي: «د روڼتیا تر څنګ چې دوی کومه پروسه پر مخ وړي، د دې پایلې باید ژر تر ژره اعلان شي.»
د ازموينې ګډونوال نسيم سيلاب وايي: «له مسوولو چارواکو زموږ دا غوښتنه ده چې په وخت رسېدنه وکړي او پایلې ژر تر ژره اعلان کړي چې دا کړېدلي زدهکړیالان نور و نه ځورېږي.»
د ازموينې ګډونوال توريالی وايي: «ګرمي ډېره زیاته ده، زموږ هیله دا ده چې دا ازموینه په داسې وخت کې واخیستل شي چې هوا معتدله وي.»
د یادونې ده چې هر کال د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي علونو د خصوصي انسټیټوټونو له فارغو زدهکړیالانو څخه د ازموینې له اخیستلو وروسته بریالیو فارغانو ته دولتي اسناد ورکوي.
په دې اړه مو اندونه