د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل میاشتي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د شري ناروغۍ د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې د فبرورۍ میاشتې پرتله زیاتوالی لرلی دی.
په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې د روغتیا نړۍوال سازمان په تېره زیږدیزه میاشت کې، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له بېلابېلو بنسټونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې شری، نسناستی او حادې تنفسي ناروغۍ په دې میاشت کې له ډېرو ناروغیو وې چې د شري د مشکوکو پېښو شمېر څه باندې شپږ زرو او د مړینو شمېر ۳۴ ته رسېږي. په همدې ترتیب ۷ زره او ۲۰۳ تنه په دغې میاشت کې په نسناستي اخته شوي چې یو تن یې مړ شوی او ۱۴۰ زره او ۸۱۶ تنه نور د یوې میاشتې [مارچ] په لړ کې په هېواد کې په شدیدو تنفسي ناروغیو اخته شوي چې د هغوی ۳۲۰ تنو یې ژوند بایللی دی.
راپور زیاته کړې چې د ۱۰۹۶ له منځه چې په دغې میاشت کې په هېواد کې په کورونا اخته شوي وو، ۵ تنو یې ژوند بایللی دی.
ډاکټر فرید عمري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د واکسین نه تطبیق کېدل د شري ناروغۍ د زیاتوالي لامل کېږي، دویم په ساري ناروغیو کې د شخصي روغتیايي برخو نهمراعات کول هم خپل ځانګړی رول لري.»
د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې دغه بنسټ په هرات کې د ۱۱ ثابتو اضافي روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیسي او د هوکړه لیک لاسلیک کېدو ته یې انتظار دی.
د دغه راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان په مارچ میاشت کې په بدخشان او بامیان ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له اقا خان بنسټ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، له نړۍوال طبي مرکز او عامې روغتیا وزارت سره یې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی او دغه راز یې د ملګرو ملتونو د ښځو له څانګې سره د ۵٫۱ مېلیون ډالرو په ارزښت د «نشهيي توکو له امله د زیانمنونکو ښځو او د هغوی د ماشومانو د بیا یوځای کېدو» په نوم هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
ډاکټر روحالله حارث په دې هکله وايي:«د درملي خدمتونو له نظره موږ شاهد یو چې د روغتیا نړۍوال سازمان اساسي او عمده روغتونونه چې سترې برخې تر پوښښ لاندې نیسي، د هغوی ملاتړ یې کړی او پر دغو روغتونونو یې اساسي او عمده درمل وېشلي دي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په مارچ میاشت کې د ۳۱۸ ولسوالیو په ۹۳۳ روغتیايي مرکزونو کې ۸۱۲ زرو او ۷۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي، چې ۴۴ سلنه یې ښځې او ۳۳ سلنه یې ماشومان دي.
په دې اړه مو اندونه