د واکسیناسیون اوونۍ د لمانځنې سره سم، د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال کې څه باندې ۲ میلیونه میندې او ماشومان واکسین شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، تر راتلونکو څلورو کلونو به تر پنځو کلو کم عمره او له واکسینه پاتې ماشومان هم واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد وویل: « د روغتیا په ځانګړې توګه د لومړنۍ روغتیا لپاره واکسیناسیون یوه مهمه برخه ده، له واکسیناسیون پرته، فکر کوم چې موږ به یوه لویه برخه په ځانګړې توګه نوي زیږیدلي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له لاسه ورکړو، له همدې امله، د یو دولت او وزارت په توګه شپه او ورځ کار کوو، له همدې امله له خپلو شریکانو هم غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، دویم دا چې موږ پوهیږو د هرې سیمې لپاره مخکې له مخکې درملنه واکسیناسیون، روغتیا او د روغتیایي اصولو مراعت کول زموږ لپاره ډیر مهم دي، له همدې امله، موږ له خپلو شریکانو غواړو چې وکړای شي د لومړنۍ روغتیا په برخه کې زموږ له خدماتو ملاتړ وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني هم وویل: « د هدف سره سم، شاوخوا ۱.۶ میلیونه ماشومان د پلان له مخې یانې ۸۱ سلنه واکسین شوي او ۷ لکه او ۹۸ زره او ۹۸ یانې ۹۱ سلنه ته د ټیټانوس واکسین تطبیق شوی دی.»
په ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي له عامې روغتیا وزارت څخه په ملاتړ ټینګار وکړ چې افغان ماشومان باید په بشپړه توګه د نړۍ د واکسیناسیون له پرمختګونو ګټه پورته کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازې، دیبورا وویل: « مهمه ده چې افغان ماشومان په بشپړه توګه د نړیوال واکسیناسیون له پرمختګونو ګټه پورته کړي، د دغې موخې د مخته وړلو لپاره نوي نوښتونه شته چې کولای شي ډاډ ترلاسه کړي چې افغان ماشومان ډیر واکسین ترلاسه کوي څو له هغوي څخه د ناروغیو او مړېنې پر وړاندې ساتنه وکړي.»
د یونېسف استازي، پودتر دومینګ هم وویل: « یونیسف له عامې روغتیا وزارت، خپلو پراختیايي او بشري ملګرو او دغه راز د بشري مرستو له وړاندې کوونکو سره په همکارۍ دوام ورکړي څو د واکسیناسیون په برخه کې کار وکړي، له همدې امله، په افغانستان کې هر ماشوم، دا چانس لري چې سالمه وده وکړي او په خپلې ټولې وړتیا سره د هېواد له پرمختیا سره مرسته وکړي.»
بل لور ته د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له سیاسي مسایلو لرې په روغتیايي برخو کې بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې په ۳۰۴۹ مرکزونو کې ماشومانو ۱۳ ته واکسینونه پلي کیږي.
په دې اړه مو اندونه