Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: د تېر کال پرتله د شري ناروغي ۳۷ سلنه زیاته شوې

د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېر زېږیز کال پر تله سږکال د شري ناروغۍ ۳۷ سلنه زیاته شوې.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل وايي، د روان زېږیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغۍ څه باندې ۳ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شرافت زمان امرخېل زیاته کړه: « نسبت تېر کال ته پیښې ډېرې دي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شري تر ۳ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د تېر کال پرتله مشکوکې پېښې هم پورته تللي دي.» 

ورته مهال، د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران وايي، له دوو میاشتو راهیسې هره ورځ پر شري اخته څه باندې شل ماشومان په دغه روغتون کې بسترېږي.

محیب‌الله حبیبی پزشک گفت: «قبل از حمل به تعداد هشت نفر ما روزانه بستر می‌کردیم، حالی هژده تا بیست و یک مریض روزانه ما بستر می‌کنیم که ماهانه ۵۶۰ تا ۶۲۰ نفر ما ماهانه بستری داریم.»

ډاکټر، محیب الله حبیبي وویل: « تر حمل وړاندې مو هر ورځ اته کسه بسترول، او له ۱۸ تر۲۱ ناروغان هره ورځ بستروو چې په میاشت کې موږ له ۵۶۰ تر ۶۲۰ بستري ناروغان لرو.»

اوس پوښتنه دا ده چې پر دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لاملونونه کوم دي؟

ډاکټر، شکرالله حق جو په دې اړه وویل: « ماشومان په سمه توګه نه جلا کیږي؛ یوه لاره داده چې د شري د خپرېدو تر دورې څلورو ورځې مخکې او شپږ ورځې وروسته پورې ژر جلا شي.»

تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي وو، مارچ میاشت کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو شمېر تر ۶۰۰۰ اوښتی او د مړینو شمېر یې هم ۳۴ ته رسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه