Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې پر نري رنځ اخته ۱۲ زره ناروغان ثبت شوي

د روان زېږیز کال له پیله تر اوسه په هېواد کې د توبرکلوز یا نري رنځ پر ناروغۍ اخته څه باندې ۱۲ زره کسان ثبت شوي او دا د تېر کال پر تله د ۶ سلنې ډېرښت ښکارندويي کوي.

د نري رنځ یا توبر کلوز د کنټرول د ملي پروګرام رییس په روان زیږیز کال کې د نري نرځ د څه باندې ۱۲ زره پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي. د دغه پروګرام د رییس په وینا، پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د تېر کال پرتله شپږ سلنه زیات شوی دی.

د نري رنځ د کنټرول د پروګرام مسوول، دوکتورخان محمد منگل و ویل: زیاتوالی به په دې مانا نه وي چې پېښې زیاتې شوې دي، تاسې به مالومات وي چې موږ د پرمختللو وسایلو وسعت رامنځته کړی دی. یانې موږ تېر کال د ۸۸ ماشینونو په واسطه د ټول هېواد د توبرکلوز ناروغانو ناروغي تشخیصوله.

له دې سره سم، د افغان- جاپان روغتون مسوولین وايي، هڅې کوي چې، پر نري رنځ ناروغۍ د اخته کسانو لپاره لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د افغان جاپان روغتون سرطبیب، رحمت االله وزیري و ویل: هغه دواګانې چې د شدیدو ناروغانو لپاره اړتیا ده او هغه دواګانې چې د ام ډي ار او اس ډي ار ناروغانو لپاره ورته اړتیا وي، دا ټول امکانات موږ په اختیار کې لرو او دا ټول خدمتونه وړیا خدمتونه دي چې دوی ته وړاندې کیږي.

محمد جواد هغه اویا کلن سړی دی چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پر نري رنځ ناروغۍ اخته دی.

دی چې له درېیو ورځو راهیسې په افغان -جاپان روغتون کې بستر دی وایي چې دغي نارغۍ ډېر کړولی دی.

ناروغ، محمد جواد و ویل: سینه مې تنګیږي چې یو ګیلاس اوبه هم وڅښم سینه مې تنګیږي، داسې راته ښکاري چې زړه مې چوي. 

ناروغې، سکینې هم و ویل: زوی مې یوه روغتون ته یوړم، هلته یې راته و ویل چې توبرکلوز ده بیا یې دلته را واستولو، بیا دلته هم ډاکټرانو و ویل چې هو توبرکلوز دی نو دلته یې بستر کړو.

توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې د مایکوباکټریم باکتریا له امله رامنځته کیږي او د هوا له لارې له یوه کسه بل ته لیږدول کیږي.

د اشتها کمېدل، د وزن کمېدل، ستړیا، د شپې ډېر خولې کېدل، زکام یا تبه یې یې لویې نښې دي.

د افغان- جاپان روغتون مسوولین وايي، هڅې کوي چې، پر نري رنځ ناروغۍ د اخته کسانو لپاره لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه